دلیبیا حکومت بن غازي ته دجرمني دخارجه وزیر سفر وغاند .
زمونږ خبریال وايي دلیبیا خارجه وزارت نن ددغه هیواد دانقلابیانو مرکز بن غازي ته دجرمني دخارجه وزیر ګیدو ویسټروله سفر غیر مسولانه وباله .
دلیبیا خارجه وزارت وویل بن غازي ته دجرمني دخارجه وزیر سفر دطرابلس د واکمنۍ خلاف ورزي ده او دغه سفر دلیبیا دشخړې دحل لپاره دنړدیوالو او سیمه ایزو موسسو لخوا له هڅو سره هیڅ مرسته نکوي .
دلیبیا خارجه وزارت وویل بن غازي ښار ته دجرمني دخارجه وزیر سفر دنړیوالې واکمنۍ خلاف ورزي ده او دیوه خپلواکه او دملګروملتونو دیوه غړي هیواد په کورنیو چارو کښې لاسوهنه ده او هغه دنړیوالو اصولو او کنونشن پرضد کار دی .
تراوسه اسټرالیا، انګلستان، فرانسې ، ګامبیا، ايټالیا، اردن، مالټا، قطر ، سینیګال ، اسپانیا ، متحده عربي اماراتو ، امریکا او جرمني دلیبیا ملي موقته شورا په رسمیت پيژندلي ده .
دلیبیا په اجدابیا ښار او بریقه ښار کښې سخت جنګونه روان دي او هلته دانقلابیانو ۲۱ کسان پرون ووژل شول .
ویل کیږي دلیبیا انقلابیان دبریقه ښار په لور پرمختګ کوي ددغه هیواد په ختیځ کښې خپل کنټرول پراخ کړي .
دلیبیاانقلابیانو خپلې حملې له تیرې ورځې راهسې پیل کړي دي .
دغه راز امریکا په افریقا ټینګار وکړ چې دلیبیا دمشر معمر قذافي پرضد سخت اقدام وکړي .
دغه راز دلیبییا انقلابیانو وویل چې دوې دمعمر قذافي دعسکرو لخوا دچل په وجه له سختې مرګ ژوبلې سره مخامخ شوي .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: