طالبانود30میلیون روپیوپه بدل کې دکورمې نیولی22طوری اوبنګښ خوشی کړل
زمونږ خبریال د کورمې ایجنسۍ له پاره چناره راپورراکړد کورمې ایجنسۍ د طوری اوبنګښوقبیلوهغه 22 کسان چې څو میاشتې مخکې طالبانو برمته کړی وونن ددیرش میلیون روپو په بدل کې چې کابو درې نیم لکه ډالر کیږی له ټل ښار سره نزدې اړونده کسانو ته وسپارل او پاتې اته کسان اوس هم د طالبانوپه سپیرو منګولو کې دی . د یادولو ده چې کابو درې میاشتې مخکې طالبانودکورمې دطوری اوبنګښوقبیلوکابو څلویښت کسان په بګن سیمې کې چې دطالبانویومرکزشمیرل کیږی له فلاینګ کوچونوکوز کړل او دڅو کسانوله وژلو وروسته ئې نور له ځان سره وتښتول څه موده وروسته ئې بیا له هغو اته نورکسان هم په ډیر بوږنونکی ډول ووژل په داسې حال کې چې طوری او بنګښ قبیلو دحکومت اوامن جرګې په مینځګړیتوب سره پرشوی موافقې چې دطالبانو مسئولانو هم لاسلیلک کړی وه ،باورکړی ؤ .البته دا لومړنی ځل نه دی چې طالبان دغه ډول کار کوی دوی له دې مخکې هم په ځلونو طوری او بنګښ تښتولی او په بدل کې ئې د هغوی له کورنیو ډیرې زیاتې پیسې اخستې دی چې ویل کیږی د حکومتی او ځینو استخباراتی ادارو مسئولان هم پکې بشپړ لاس لری .
دسیمې دچارو ډیرکارپوهان وایی چې طالبان اوالقاعدې اوورپکی نه یوازې په کورمې کې بلکې په نورو قبایلی سیمو کې هم خلک تښتوی او بیا ئې د ډیرو پیسو په بدل کې خوشی کوی که څوک ورته پیسې برابرې نه کړائ شی نوبرمته شوی کسان په ډیربوږنونکی ډول وژنی چې دځینو حکومتی او استخباراتی مسئولانو په ملګرتیاسره طالبانوله دغو غیرانسانی اقداماتو یو تجارت جوړکړی دی
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: