خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/04/12 0:0کد خبر: 5886

کابل بانک په کړکېچ کې ښکېل 25 کسان ونیول شول

کابل بانک په کړکېچ کې ښکېل 25 کسان ونیول شول  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان لویی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظری وویل د کابل بانک په بحرانی کېدو کې د لاس لرلو په تور د دریو هندیانوپه ګډون د دغه بانک 25 کارکوونکی او د افغانستان بانک د مالی خطرونو د څانګې مشر ونیول شول او کیدای شی یو شمیر نور هم ونیول شی دا په داسې حال کې ده، چې د ملی امنیت موظفینو دوې ورځې مخکې د لویې څارنوالۍ په امر د کابل بانک دوه ستر سهم لرونکی او پخوانی مشران (شېرخان فرنود او خلیل الله فروزی) نیولی وو. عبدالقدیر فطرت، چې څو ورځې مخکې یې د افغانستان بانک له ریاست څخه استعفا ور کړې ده، ویلی و، چې له کابل بانک څخه، له ټکټانې سره شاوخوا 910 میلیون ډالر پور په نا قانونه توګه اخیستل شوى دى. خو لویې څارنوالۍ له انټرپول او د امریکا له سفارت څخه د فطرت، چې دغه مهال په امریکا کې دى، د راستنولو غوښتنه کړې ده. د کابل بانک د موضوع د څېړنو په موخه د ولسمشر حامد کرزی د فرمان له مخې له اداری فساد سره د مبارزې د عالی ادارې د مشر ډاکتر عزیز الله لودین په مشرۍ یو ځانګړى کمېسیون جوړ او په اړه یې پلټنې وکړې.د دغه ادارې د راپور له مخې، له کابل بانک څخه د دولتی چارواکو په ګډون 207 تنو نا قانونه پورونه اخیستی دی. کابل بانک وروسته له هغه، چې د افغانستان بانک تر کنټرول لاندې راغى، په دوو برخو ووېشل شو، چې یوه برخه یې د نوی کابل بانک تر نوم لاندې په مالیې وزارت پورې اړوند شوه او بله برخه یې تر تصفیې لاندې ده.د افغانستان بانک ویلی، چې تر اوسه د کابل بانک له اخیستل شویو پورونو 62،5 میلیونه ډالر تر لاسه شوی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.