د افغانستان ددفاع وزارت ویندوی وائی پاکستان به نور پر افغانستان توعندوی بریدونه نکوی
دافغانستان ددفاع وزارت وایی چې افغان او پاکستانی امنیتی چارواکی دې نتیجې ته رسېدلی چې نور به پاکستانی پوځیان پرافغان خاوره دتوپونو ډزې نه کوی . دافغانستان ددفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهر اعظمی په یوې یوې خبرپاڼه کې ویلی چې دا پرېکړه په پاکستان کې دافغان امنیتی پلاوی اوپاکستانی چارواکوترمنځ شوې.
دافغانستان پر خوست ،کنړاو ننګرهار ولایتونو دپاکستانی پوځ له لوری په بیلا بیلو وختونو کې دتوغندیو بریدونه شوی چې له یوې خوا یې لسګونو افغان ولسی وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او له بل پلوه یې په افغانستان او نړۍ کې دپاکستان په خلاف دافغانانوغبرګونونه راوپارول .
د افغانستان ددفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلی چې دحامدکرزی په هدایت پاکستان ته تللی امنیتی پلاوی له پاکستانی چارواکو سره پر نوموړی موضوع ژوری خبری کړی دی .
جنرال ظاهر اعظمی وایی چې دواړه هیوادونه هڅه کوی چې د ورته پیښو مخنیوی وکړی . د په داسې حال کې د ی چې د پآکستان چارواکو په کرتو دغه ډ،ل بریدونه رد کړی دی او وئیلی ئې دی چې ممکنه ده دغه ډول کار د اوورپک طالابانو وی البته ډیری شناندی وائی چې پّ دغه ډول دسیسه ګرو کارونو کې امریکا لاس لری څو ددواړو ګاونډیو هیوادونو حالات سره ترینګلی کړی او خپلې سپیرې موخې تعقیب کړی
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: