خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د جمهور رییس کرزی کشر ورور احمد ولی کرز ى ووژل شو

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د کندهار د ولایتی شورا یوه غړی، چې له نوم ښودلو یې ډده کوله کلید ته وویل، چې نن سهار شاوخوا لس بجې ناپېژاندو وسله والو د جمهور رییس کرزی ورورو او د کندهار د ولایتی شورا رییس احمدولی کرزى وواژه.
د کندهار د والی ویاند زلمی ایوبی رسنیو ته ویلی، چې هغه په خپل کور کې په مرموز ډول وژل شوى، خو یوې امنیتی سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شی رسنیو ته ویلی، چې نوموړى د خپل یوه ساتونکی لخوا وژل شوى دى.
د میرویس روغتون ډاکټرانو هم د احمدولی کرزی د وژل کېدو پخلى کړى او زیاته کړې یې ده، چې مړى یې دوى ته وروړل شوى دى.
که څه د کندهار والی په دې اړه مخامخ له رسنیو سره څه نه دی ویلی، خو له مطبوعاتی دفتر څخه یې په خپرې شوې خبرپاڼې کی راغلی، چې دوى د احمدولی کرزی د وژل کېدو خبر ترلاسه کړى او د کندهار ولس په استازولى یې ځان د نوموړی له کورنۍ سره په دې غم کې شریک بللى.
دا، چې احمدولی کرزى څه ډول او د چا لخوا ووژل شو په دې اړه په خبرپاڼې کې څه نه دی راغلی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.