خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
احمد ولی کرزی خاورو ته وسپارل شو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
دافغان ولسمشر ورور او د کندهار ولایتی شورا رییس احمدولی کرزی نن خوا او شا 9 بجې خاورو ته وسپارل شو.
په هغه مراسمو کې چې د ښاغلی کرزی د جنازې په موخه نن جوړه شوې وه ،د ولسمشر کرزی په ګډون د کابینې یوشیمر غړو، وکیلانو ، نړیوال چارواکی ، د خوا اوشا ولایتو والیان او یو زیات شمیر کندهار میشته ښاریانو ګډون درلود.
د نومړی مړی د کندهار ولایت د بالا کرز په کلی کې چې ډنډ په ولسوالۍ کې موقعیت لری خاورو ته وسپارل شو کوم ځای کې چې ددوی پلار عبدالاحد کرزی خاورو ته سپارل شوی دی .
په دې مراسمو یو تن ګډون والو چې عبدالرحمن نومیږی وخت خبری آژانس ته وویل چې ، نن سهار خوا او شا 9 بجې د ولسمشر ورور او دکندهارولایتی شورا رییس احمدولی کرزی خاورو ته وسپارل شو.
هغه زیاته کړه چې ، په دې مراسمو کې د ولسمشر په ګډون د کابینې یو شمیر غړو، د ولسی جرګې غړی، قومی مشرانو ، یو شمیر والیان او دسیمې اوسیدونکی ګډون درلود.
د عبدالرحمن په وینا،دکندهار ښار او خوا او شا ولسوالۍ د امنیت په موخه یادو سیمو ته ګڼ شمیر امنیتی چارواکی په دندو ګمارل شوی وو.
سرچینه زیاته کړه چې ،د کندهار ولایت ګڼ شمیر ښاریان د احمدولی کرزی په مړینه خواشینۍ څرګندوی او ټول له دولته غواړی چې دداسې پیښو مخه دی ونیسی.
دیادونې وړ ده چې ، تر دې دمخه هم څو ځلې پر احمدولی کرزی باندې بریدونه او چاونې شوې وې ، په یوه چاودنه کې چې پر هغه باندې شوی ووخو او شا 60 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه خو خپله له دې چاودنې روغ رمټ را ووت.
احمدولی کرزی د ولسمشر کرزی کشری ورور وو ، چې د کندهار یو قومی مشر او د ولایتی شورا رییس پاتی شوی وو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.