خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/04/22 0:0کد خبر: 6010

دپاکستان جنرال په افغانستان کښې دامریکا د دفاعی قلعه له ستراتژۍ پرده پورته کړه

دپاکستان جنرال په افغانستان کښې دامریکا د دفاعی قلعه له ستراتژۍ پرده پورته کړه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

دپاکستان جنرال په افغانستان کښې دامریکا د دفاعی قلعه له ستراتژۍ پرده پورته کړه . زمونږ خبریال وایی دپاکستان د پوځ پخوانی قوماندان جنرال اسلم بیګ په افغانستان کښې دامریکا ددفاعی قلعه له ستراتژۍ پرده پورته کړه چې پراساس یې دامریکا دولس زره پوځیان په دریو اډو کښې دیره کیږی او دافغانستان جنوب طالبانو ډلې ته سپارل کیږی . څه موده وړاندې دپاکستان په یوې ورځپاڼې کښې ددغه هیواد دملی امنیت دستراتژیکو مطالعاتو دخپلواکۍ موسسې دبنسټګر او دپوځ دپخوانی مشر جنرال اسلم بیګ په لاس لیکل شوی مقاله خپره شوی ده چې له دیارلس سوه یو نویم کال څخه وروسته په افغانستان کښې دامریکا په ستراتژۍ غور پکښې شوی دی . دپاکستان دپوځ پخوانی مشر په دغه مقالې کښې څو مهمو ټکو ته اشاره کوی چې دپاکستان له جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی سره دهغه دنږدې اړیکو په اساس ده . دپاکستان دپوځ پخوانی مشر په دغه مقالې کښې لیکلی دی طالبان په افغانستان کښې له جنګه په بریالیتوب سره و تلی دی او له افغانستانه دنیواکګرو پوځیانو تروتلو پورې به تسلیمدا ته حاضر نشی . دپاکستان دپوځ پخوانی مشر زیاتوی دطالبانو په وړاندې دماتی له کبله شرم دنړۍ دسترو قدرتونو په ترټولو سترې اندیښنې بدل شوی خو امریکا ددغه ماتی دمنلو پرځاې دکلابندۍ ستراتژۍ غوه کړی ده داسې ستراتژۍ چې په بروکسل کښې دناټو دقوماندنۍ په مرکز کښې او دستراتژیکو پلانونو دبرخې په توګه پلان شوه . دپاکستان دپوځ دغه پخوانی جنرال دکلابندۍ ستراتژۍ بیانوی . ددغه ستراتژۍ پراساس له لسو تر دولس زرو پورې امریکایی عسکرو پرته دامریکا اکثره پوځیان چې زیات پکښې ځانګړی عسکر او په تیره بیا سمندری پوځیان دی دراتلونکی هجری لمریز کال تر اخره پورې له افغانستان څخه وځی . دپاکستان دپوځ پخوانی مشر په دغه مقالې کښې زیاته کړی ده په افغانستان کښې دامریکا پاتې عسکر به دکابل، قندهار او هرات دقلعو کنټرول په لاس کښې واخلی . دغه قلعې به دبګرام ، قندهار او شین ډنډ هوایی اډې وی او جلال اباد به هم دیوې قلعه په توګه دافغانستان دپوځ په کنټرول کښې وی . دپاکستان دپوځ دغه جنرال بیا دافغانستان په مزارشریف کښې دهدادی هوایی ا ډې ته اشاره کوی او زیاتوی دغه اډه به هم دشمال د اتحاد دځواکونو قلعه وی . په دې اساس مزارشریف به دمرکزی اسیا له لارې دتدارکاتو دتامینولو او دخروج دځاې ناستی کولو د لارې دساتنې لپاره مهمه قلعه وی ځکه چې دپاکستان لاره خطرناکه ګڼل کیږی . دپاکستان دپوځ پخوانی مشر زیاته کړی ده له دې لارې دڅلویښت فیصده تدارکاتو دتلو په هکله دامریکا ادعا سمه نه ده ځکه چې ددغه لارې په خطرناک کیدا او اوږدوالی سربیره روسیه هم ګروهنه نلری ددغه هیواد سرحد ته نږدې سیمې دازبکستان دحرکت ا سلامی ډلې په شان دوسله والو ډلو په شان دډلو لخوا چې هڅه کوی دغه تدارکاتی لارې ته ګوزار ورکړی دنورې ریډیکال کیدا په لور لاړې شی . دپاکستان دپوځ پخوانی مشر لیکی په دریو بیلابیلو حوزو دافغانستان د ویشلو ددغه ورانکارې طرحې دیوې برخې په توګه دافغانستان جنوبی سیمې چې له هلمندڅخه تر لغمان پورې سیمې پکښې شاملې دی طالبانو ته ورکول کیږی . دپاکستان دپوځ پخونی جنرال اسلم بیګ دامریکا په نوی ستراتژۍ کښې دپټ جنګ خبر ورکړی او دغه جنګ دامریکا دځانګړیو عسکرو او دبې پایلوټه الوتکو لخوا ترسره کیږی . هغه په دغه مقالې کښې لیکلی دی دغه عملیات به په پاکستان باندې په خاص تمرکز او په دغه هیواد کښې دالقاعده دامنه او پټو مرکزونو دله مینځه وړلو په هدف سره ترسره شی او دا خبره چې پاکستان او دافغانستان طالبان به ددغه ستراتژۍ په اړه غبرګون وښیی ډیر اهمیت لری . دپاکستان دغه جنرال اټکل کړی دی په پوځی قلعه ګانو کښې دامریکا دپوځیانو په پاتې کیدا سره چې احتمالا دراتلونکی کال له نیمایی به ترسره شی طالبان به ددغو قلعه ګانو پرضد داغیزشیندونکو عملیاتو دترسره کولولپاره ډیره فضا او ازادۍ ولری . هغه زیاته کړه په یو وخت له ځواک او توغندی کار اخیستل چې دلبنان له حزب الله اسلامی مقاومت غورځنګ سره یې مرسته وکړه چې په 85 کال کښې داسرایلو دنه ماتی خوړلو افسانه غلطه ثابته کړی له طالبانو سره به هم دغه کار مرسته وکړی چې دپوځی قلعه ګانو دساتلو لپاره خپلې ارزو ته دامریکا دپوځیانو درسیدا خنډ شی . دپاکستان دپوځ پخوانی جنرال جوته کړی ده له افغانستانه دامریکا دعسکرو له وتلو وروسته داطالبان دی چې ددغه هیواد کامل کنټرول به په لاس کښې واخلی داسې کسان چې له 69 کال راهسې دامریکایانو دخیانت ترخه تجربه په ذهنونو کښې لری او دیوه پراخ بنسټه حکومت دجوړولو لپاره چې په افغانستان کښې دسولې درامینځته کولو لپاره دمنلو وړه یوازنۍ لاره ده یوازې به په خپلو ځانونو اعتماد وکړی . دپاکستان دپوځ پخوانی مشر زیاتوی امریکا دماتی له کبله دخپل شرم او کړاو دزیاتو پرځاې چې دکلابندۍ له وړاندې دماته خوړلی ستراتژۍ له لارې به رامینځته شی باید ژر ترژره له افغانستانه ووځی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان