خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
مهدی موعودله سترګوپټ لمر

زمان تقریبی مطالعه: 9 دقیقه
مکمله او بشپړ میاشت ځلیږی .د پنځلسم میاشته دومره له نوره ډکه او ځلانده ده چې د سهاردلمرخاطره ژوندۍ کوی د سامرا ښار د خلکو تګ راتګ خپل ځایی چپتیا ته ورکړ ، نن شپه د 255 قمری کال د شعبان المعظم د میاشتې دپنځلسم شپه ده . دحضرت امام حسن عسکری علیه السلام ترورحکیمه دامام بزرګوار کور ته ورغله څو له خپلو خپلوانو سره وګوری. کله ئې چې د ستنیدا نیت درلود، نو امام ورته وویل ترورې نن شپه له مونږ سره پاتې شه . حکیمه وائی:، نن مو تاته ډیر زحمت درکړ .
امام بزرګوار وفرمایل ، نن شپه زمونږ په کور کې یو ماشوم زیږیږی چې خداودمتعال مځکه د هغه په علم ،ایمان او هدایت سره روښانه کوی ،له د ې وروسته چې په هر ځای کې ظلم او کړاؤ خور شوی وی .
حکیمه بی بی په هغو شیبو کې په خوشالۍکې په حیرانتیا سره پوښتنه کوی ، هغه پاک نوزیږی به له نرجس بی بی وی ؟ امام وفرمایل :، هو .
پیړۍ پیړۍکیږی چې نړۍ دژغورونکی موعوددمضبوطوګامونو په تمه ده اومستضعفان اوکړیدلی منتظران په تمه دی څوهغه ژغورونکی دسهاردنسیم په څیرستړی زړونه تازه اوتاندکړی . دغه انتظاراوهیله له یو ې خوابشری ټولنې ته تازه روح پوکوی اوله بلې خواد سولې اونیکمرغۍځیری ورکوی چې دژغورونکی په راتلوسره پوره کیږی .
حضرت مهدی داسلام د ګران پیغبر یو اهل بیت او د امام حسن عسکری علیه السلام زوی دی . دهغه بزرګوار مور د روم د پاچا یوه لمسۍ ده چې په یوې معجزناکې واقعې کې ئې له امام حسن عسکری سره وادهّ وکړ . دحصرت امام مهدی له زوکړې وروسته امام حسن عسکری د هغه پټه ساتنه کوله . خدای پآک په وړوکوالی کې هغه ته د قضاوت علم اوحکمت وبخښهّ . او هغه ئې د نړیوالو لپاره یوه نښه وبلله . خو حضرت مهدی عجل په وړوکوالی کې د دښمنانو له خوا د ژوند د امنیت د نه درلودلوپه دلیل له نظرونو پناه شو . البته تر یوې مودې پورې ئې د خاصوکسانو په وسیله له هغه بزرګوار سره ارتباط کیدهّ او وروسته هغه بزرګوار د خداوندمتعال په ارادې سره په کلی توګه له نظرونو غایب شو . اوس د ژغورونکی موعود د غیبت پیړې پیړۍ تیریږی او خلک په ولولې سره د هغه راتلو او د امن ساحل ته د رسیدا په هیلې سره هدفمن ژوندتیروی .
دنړیوال موعود د راتلو ځیری د بشریت په تاریخ کې مطرح دی . دغه ځیری او اشارې په لویو الهی پیغمبرانو کې ډیر زیات پراخوالی لری . اصولا د آخرالزّمان په پړاؤاعتقاد یوه داسې عقیده ده چې د یهودیت ،زردشتی او مسیحیت په تیره بیا داسلام د سپیڅلی دین په آسمانی کتابونو کې د یوه مسلم اصل په توګه منل شوی دی . د قرآن پآک په ځینو آیتونو کې روښانه شوې ده چې دغه ځیری د تیرو نبیانوپه کتایونو کې هم راغلی دی . لکه چې د قرآن پاک د انبیاء سورې په 105 آیت کې راغلی دی؛، مونږ په حقیقت کې د(داؤد)په زبور کتاب کې دغه لوی ځیری لیکلی دی چې په راتلونکی کې د درستې انسانی دنیا حکومت او وراثت به دځانګړو، پآکو او غوره بندګانووی .؛.
دغه آیت د راتلونکی په با ب ځیری ورکوی چې په هغه کې هر ډول شراو فساد په کلی ډول د بشریت له ټولنې خپل ټغر ټولوی ، او دمځکې وراثت به د صالحواو غوره انسانانو لاس ته منتقل شی .
دداؤد زبور بیابیا دغه لوی ځیری بیان کړی دی اوحضرت داؤد ته ئې تسلی ورکړی چې :، له شرغواړو مه خپه کیږه ځکه د واخو په څیر ډیر زر کټ کیږی او پر خدای توکل کوه اودهغه له وجوده خوند واخله ، ځکه چې شرغواړی نابودیږی ،خوپر خدای توکل کونکی به د مځکې وارثان شی؛.
په زند نومې کتاب کې چې د زرتشتیانو یو دینی کتاب دی هم دظلم او کړاؤ ختمیدا او همداراز د صالحانو وراثت ته اشاره شوې ده . په دغه کتاب کې دخیر او شر دائمی جنګ ته په اشارې سره ټینګار شوی دی؛. یعنی د شیطان نانود نسل له نسکوریدا وروسته نړۍ خپل اصلی نیکمرغۍ ته رسیږی او بنی آدم به دنیک بختۍ پر ګدۍ کیښنی .؛
د هندوانو په دینونو او د هغوی په کتابونو کې هم د ژغورونکی او موعود په باب خبرې شوی دی د:مهابهاراتا : په نامه کتاب کې راغلی دی ؛. ټول دینونه باوری دی د تاریخ د هرپړاؤ په پای کې انسان له معنوی او اخلاقی پلوه مخ په ځوړتیاروان دی اوطبعااوفطرتاله حقیقته په لیریکیدادی، د اخلاقی اومعنوی ګډوډیواو ځوړتیا دغه بیهر پخپله نه ختمیږی .نو ځکه یوه ورځ به یو لوړپوړی معنوی شخصیت چې له الهام او وحی سرچینه اخلی ظهور وکړی او نړۍ به د ظلم ستم او دغه راز دغفلت او جهل له تورتمه وژغوری .
دیهوددین پیروکار چې ځانونه له موسی کلیم پورې اړونده ګڼی هم دموعود منتظر دی .د یهود دین په آثارو کې او همداراز د تورات په اسفاروکې او دنورونبیانو په کتابونو کې تل موعود ته اشاره شوې ده .
دمسیحیت دین د متیّ،لوفا،مرقس ،برنابا،اومکاشفات یوحنا په څیرپه د انجیل کتاب په بیلابیلو برخو کې هم د آخرالزمان موعود په باب ډیر ې اشارې او ځیری شوی دی .
د آخرالزمان په پړاؤ اعتقاد او دموعود موضوع .کله چې د اسلام فکری او عقیدتی حوزو ته رسیږی ، نو یوه خاصه ځلا او ورایښت موموی. په اسلامی فکر کې نړیوال مصلح په معلومو ځانګړنو اومشخصاتو سره معرفی شوی او په دې زمینې کې د هرډول ابهام مخه نیول شوې ده .
هغه پراخ نړیوال عدلراوستونکی او دهغه شریف وجود دټولو ظلمونو او کړاؤنو د ختمولو لپآره د اسلام له خوا یوه ژمنه ده . اسلام ځیری ورکوی چې نیکمرغی، هوساینه اوکرارژوندبه دانسان په راتلونکی ژوندکې له عدل ، انصاف ، آزادۍ او امنیت سره یوځای تحقق مومی . داهل تسنن په یوه معتبر کتاب :سنن ترمذی : کې راغلی دی، یوه ورځ امام علی خپل زوی حسین ته وکتل او وې ویل ، زما دا زوی سید اودقوم سردار دی . لکه څنګه چې هغه رسول ا... بزرګوار سید بللی او دهغه له لمسیو به یو کس راشی چې د تاسو د پیغمبر نامه به ئې وی . . په خلقت او اخلاقو کې دهغه شبیه دی اومځکه به له عدالته ډکه کړی . ؛.
حضرت امام حسن عسکری علیه السلام هم فرمایی ، دهغه خدای مننه او ستاینه کوم چې زه یې له دنیا بونه تلم څوخپل جانیشین مو ولیدهّ .هغه د اخلاقو،سیرت او صورت له پلوه دخدای له رسول سره خورا زیات شباهت لری ، خدای پاک هغه دخپل غیبت په وخت کې ساتی ،بیا به یې ښکاره کړی ؛.
امام مهدی یوه جذابه ښکلی څیره لری .دخدای اودهغه د عظمت په وړاندې ډیرخاکسار دی پخپله دخدای د جلال او جمال بیلګه ده .مهدی موعودعادل، نیک سیرت او باوقار دی . هغه له حقه یوه شیبه هم سترګې نه پټوی او په نړۍ کې د لارښونې له نورانی مشال سره ګرځی څو ایمان،یووالی او حقیقی عدالت ته تحقق وبخښی . داسلام ګران پیغمبر او الهی والیان هم هرکله یې چې دمهدی عجل ا... تعالی فرجه شریف ځیری ورکړی دی ، نو دهغه له ظلم سره دمقابلې ، له عدالت غوښتنې ډک ژوند ته یې اشاره کړې ده .
په ډیرو روایتونو کې آخرالزمان د الهی خزانې ، د علومو وارث ،غوڅه توره، صاحب امر او دامن ساحل په څیر له صفتونو او لقبونو سره یاد شوی دی .حضرت امام مهدی د الهی والیانو د کمالاتو وارث دی . له دې امله د حکمت او علم ، عشق، شجاعت، بخښنې ،زغم اوتواضع په څیر صفتونو کې له ټولو الهی نبیانو سره شباهت لری .
دحضرت امام مهدی خورامهمه ځانګړنه داده چې توپیر،بې عدالتی او کوږوالی له مینځه وړی اونیکمرغی،هوساینه اوښه ژوندد انسان په راتلونکی ژوندکې له عدل ، آزادۍ او امنیت سره یوځای پوره کوی . هغه یوه روښانه او ښې نړۍ بنیاد ږدی چې پکې دانسان غمونه او کړاؤنه ختمیږی او صالح او امین انسانان به د نړیوالې ټولنې واکوالی پخپل اختیار کې واخلی
دفرانسې یومورخ ګوستا لوبوت وایی،دبشریت دنړۍخورالوی خدمت کونکی هغه کسان دی چې انسان یې هیله من ساتلی دی .
دحضرت امام مهدی ظهور ته هیله او انتظار له دې ورتیرچې د راتلونکی په لور لاره پرانیستونکی دی،ځواکمنیدااوخوځندوالی هم بخښی . او خلکو ته تل پاتې قدرت ډالۍ کو لی شی . دهغوی ځواک ذخیره کوی اوله یوه نسله یې بل نسل ته منتقلوی ، د تباهۍ او ظلم منلو مخه نیسی څودظهور وخت نزدې شی . له همدې امله ده چې تل دمځکې په ګوټ ګوټ کې کړیدلی منتظران له ظلم او کړاؤ سره لاس او ګریوان دی او د سلطه غواړو په وړاندې دریږی . په دې باب داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای فرمایی، د سولې اوکامیابۍ په لور د انسان د تاریخ د حرکت لپآره انتظاردنړۍدملتونواوانسانانو لپاره هیله منونکی ټکی دی ...که دنیابه یولمررڼا کړی نو په دې معنا نه ده چې مونږ دهغه لمرترراتلو پورې په تورتم کې کیښنو ..مونږ منتظر یو یعنی داهیله لروچې په هڅې اومجاهدت سره دا دنیا چې د خدای د دښمنانو او شیطانانو په لاس له ظلم ، کړاؤ اودسرزورو اوظالمانو له تورتمونو ډکه شوې ده ، د مونږ دبې ځنډه هڅو او فعالیتونو په سیوری کې به یوه ورځ په داسې نړۍ بدله شی چې په هغې کې به انسانیت او دانسانی ارزښټونو قدر کیږی او ظالمان او دانسانانوپر حقوقوتیری کونکی به د خپلو هواوهوس او د غوښتنو لپاره هیڅ فرصت او ځای ونه لری ؛.
په حقیقت کې انتظار په موجودې وضعې دنه قانع کیدا په معنا دی بشریت ددې منتظر دی چې د نړۍ د نیکۍ ظرفیت ډک شی . کله چې انسان دې باور ته ورسیږی چې ددعې نړۍ د نظام څرخیدل د عدالت داجرا په لور دی ،نو په ټولې ولولې سره د خیر او مصلحت په لاره کې مبارزه کوی، ځکه پوهیږی چې د عدالت د نیالګی وده له بلاګانو سره له مبارزې اوخړوبه کولواو ساتلو سره اړونده ده . دادی اوس نړۍ دهغه وخت په انتظار کې ده چې له آل محمد څخه یو امام راشی ،حق له باطله جلا کوی اوپه مهربانو لاسونو سره په زړونو کې د مینې اودوستۍ تخم کری .په هغه ورځ دحضرت امام علی علیه السلام په تعبیر ، یو جارچی له آسمانه چغه پورته کوی اووایی ،په رښتیا چې حق له آل محمد سره دی . په هغه وخت کې دمهدی نامه پر ژبو جاری کیږی اوپه زړونو کې یې مینه اوعشق پیدا کیږی او خلک به له هغه پرته بل څوک نه یادوی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.