خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/04/29 0:0کد خبر: 6080

کندهار لومړی امنیتی حوزې برید کې د امنیت دآمر په ګډون لس کسان مړه اوژوبل شوی

کندهار لومړی امنیتی حوزې برید کې د امنیت دآمر په ګډون لس کسان مړه اوژوبل شوی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

دکندهار ښار په لومړی امنیتی حوزه کې څو شیبې وړاندې وسله واله نښته شوې . ویل کیږی چې نښته له یو کور څخه چې هلته وسله وال طالبان پټ شوی وی پیل شوې. یوتن امنیتی چارواکی چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه ایرکا خبری آژانس ته وویل چې ، وسله والو د لومړی امنیتی حوزې په سیمه کې له یو کور څخه پر امنیتی حوزه باندې برید کړی هغه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنکړ. په کندهار کې د 404میوند زون قومندان جنرال سالم احساس ایرکا خبری آژانس ته وویل: «بیګاه تروریستان د لومړی ناحیه د غربی په سیمه کې په یو کور کې پټ شوی وو چې د پولیسو لخوا محاصره شوی وو او نن سهار د پولیس سره یی وسله واله نښته وکړه.» هغه زیاته کړه چې ، د نښتې په پایله کې 2 وسله وال او دلومړی امنیتی حوزې د آمر ګل آغا آزاد په ګډون 4 پولیس وژل شوی او 4 پولیس ټپیان شوی دی . احساس زیاته کړه چې هیڅ ستونزه په سیمه کې نه لیدل کیږی. بل خوا په میرویس روغتون کې نوکریوال ډاکټر بیا ایرکا خبری آژانس ته وویل چې په نښته کې دوه وسله وال چې مړی یې روغتون ته راوړل شوی وژل شوی دی. هغه زیاته کړه چې ، په یاده نښته کې 4 پولیس وژل شوی او 7 پولیس ټپیان شوی هم دی همدارنګه 2ملکی کسان هم ټپیان شوی دی. دین محمد د سیمې یو تن اوسیدونکی ایرکا خبری آژانس ته وویل چې ، وسله وال تیره شپه په یو کور کې پټ شوی وو چې دپولیسو لخوا محاصره شوی وو او نن سهار یې په نښته پیل کړه او د نښتې په پایله کې دوه وسله وال کسان ووژل شو. هغه زیاته کړه چې په دې پیښه کې 3 ملکی کسان او 9 تنه پولیسان ټپیان شوی او 4 پولیسان د حوزې د آمر په ګډون وژل شوی دی. وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه ندی ویلی . دیاونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه د افغانستان په سویل کې په ځانګړې توګه په کندهار کې د احمدولی کرزی تر مړینې وروسته زیات شوی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان