خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/04/30 0:0کد خبر: 6096

لښگرگاه د امنیتی چارومسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو

لښگرگاه د امنیتی چارومسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

هغه غونډه چې له همدې امله د چهارشنبې په ورځ دهلمند په مرکز لښگرگاه کې جوړشوې وه پکې د یادې پروسې رییس ډاکتراشرف غنی احمد زی،د ملی دفاع وزیر،په افغانستان کې د ناټوعمومی قوماندان اویوشمیرنورووزیرانواونوروکورنیواوبهرنیولوړپوړوچارواکوگډون درلود. په دې مراسموکې ډاکتراشرف غنی احمد زی وویل چې په راتلونکودریوکلونوکې به دا پروسه د هیواد د نوروسیموترڅنگ د هلمند ټولوولسوالیوته وغځول شی اوپه پام کې ده چې په هلمند کې د کورنیوځواکونود پیاوړی کولولپاره په راتلونکی کې 765ملیونه امریکایی ډالره ولگول شی. احمدزی زیاته کړه :«زه غواړم چې درته ووایم چې یواځی هلمند باندې په راتلونکی درى کالوکې 765ملیونه ډالره په امنیتی برخه کې مصرف راځی داپه تاریخ کې سابقه نه درلوده اوپه عین حال کې زموږ هلې ځلې په نوروبرخوکې دوام لری.» نوموړی په تیرودریوکلونوکې په دې ولایت د ځایی ادارې هڅې وستایلې اوزیاته یې کړه چې دا مهال لویه ننگونه په هلمند کې د نشه یی توکوکراوتولید اود اداری فساد شتون دى چې له یوبل سره تړلی اواړینه ده چې د نشه یی توکوپه وړاندې مبارزه پیاوړې شی. په دې غونډه کې په افغانستان کې د ناټوعمومی قوماندان جنرال جان آلن په ډاگه کړه چې دوى به په راتلونکودوه کلونوکې په دې ولایت کې په پوځی برخه کې 3،2 میلیونه امریکایی ډالره مرسته کوی اوپه اوږد مهال ډول به له دې هیواد سره خپلومرستوته دوام ورکړی. بل پلود هلمند والی محمد گلاب منگل له نړیوالې ټولنې وغوښته چې خپلې ژمنې عملی کړی. هغه زیاته کړه :«زموږ وړاندیزنړیوالې ټولنې ته د سرحدونوساتل هلمند 162کیلومتره پوله له گاونډیانوسره لری زموږ غوښتنه داده که چیرې په سرحد کې زموږځواکونه پیاوړی نه شی اوددې توانمندی پیدا نکړی چې سرحد کې د مخدره توکودکاروباریانومخه ونیول شی په هلمند کې پوره انتقال ناممکن دى.» نوموړی همدارازله مرکزی دولت څخه وغوښته چې د والیانومسؤلیتونه واضح اوصلاحیتونه یې ډیرکړاى شی. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د لغمان مرکز مهترلام امنیتی چاری د نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وروسپارل شو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.