خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دکندهار ښاروال ووژل شو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
نن سهار شاوخوا 9 نیمې بجې په کندهار ښاروالۍ ځانمرګى برید شوى، چې له کبله یې ښاروال غلام حیدر حمیدی ووژل شو.
د کندهار د والی ویاند زلمی ایوبی د پېښی د پخلی ترڅنګ وویل، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د لوې ویالې د سیمې اوسېدونکی ښاروال ته په شکایت راغلی وو.
نوموړی زیاته کړه، چې چاودنه همدې خلکو له ډلې څخه یو تن، چې په پګړۍ کې یې چاودېدونکی توکی ځاى پرځاى کړی رامنځته کړې ده.
ایوبی په پېښه کې یوازې د کندهار ښاروال د وژل کېدو پخلى کړى او د نورې مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دی ویلی.
دغه پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې تېره ورځ کندهار ښاروال په لویې ویالې کې یو شمېر کورونه ونړول، چې پرمهال یې دوه ماشومان مړه او درې نور ټپیان شوی وو.
د کندهار د امنیت امر سمونوال شېرشاه یوسفزی ماشومانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلى کړى و، خو زیاته کړې یې وه، چې دغه پېښه د لوډر د بریک د خرابوالی له امله رامنځته شوې وه .
غلام حیدر حمیدی له تېرو درېیو کلونو راهیسې د کندهار د ښاروال په توګه دنده ترسره کوله.
د پېښې پړه لا کومې وسله والې ډلې او یا هم کوم تن پر غاړه نه ده اخیستې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.