خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/05/15 0:0کد خبر: 6244

د بهرنیو ځواکونو چینوک ډوله هلیکوپټر راوغورځول شوه

د بهرنیو ځواکونو چینوک ډوله هلیکوپټر راوغورځول شوه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

وسله والو طالبانو د یوې خپرې کړې خبرپانې له لارې د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د چینوک هلیکوپټر د رانسکورېدو خبر ورکړ. خبرپاڼې زیاته کړې، چې په دې پېښه کې 38 امریکایی عسکر وژل شوی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال بیګاه شپه 11بجې د یادې ولسوالۍ په تنګی سیمه کې رامنځته شوه، چې امریکایی عسکرو غوښتل پر یوه کور چاپه واچوی، چې د دوى له سخت مقاومت سره مخ شول او په ترڅ کې یې یاده الوتکه د راکټی برید په پایله کې رانسکوره شوه. خبرپاڼې د دواړو غاړو ترمنځ په جګړه کې د 8 وسله والو طالبانو د وژل کېدو پخلى هم کړى دى. د میدان وردګو د والی ویاند شاهدالله شاهد هم د بهرنیو ځواکونو د یوې هلیکوپټرې د راغوځېدو پخلى کړى او زیاته کړې یې ده، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ایساف ځواکونو تېره شپه په سیداباد ولسوالۍ کې عملیات ترسره کول. هغه زیاته کړه، چې په دې پېښه کې د ایساف سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې ورته معلومه نه ده. بهرنیو ځواکونو لا په دې اړه څه نه دی ویلی.
  • منبع: د افغان ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان