خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
قذافی په طرابلس کې پټ شوی دی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
له قاهری د فرانسی خبری اژانس د راپور له مخې په مصر کې د لیبیا د انتقالی ملی شورا استازې عبدالمنعم الهونی د مصر له خارجه وزیر محمد عمرو سره له کتنې وروسته وویل دغه شورا باوری ده قذافی له خپلی کورنۍ سره په طرابلس کې پټ دی .
همدغه راز د لیبیا د انتقالی ملی شورا مشر مصطفی عبدالجلیل پرون ویلی دی انقلابیان به هغه په پوره ډ ول بریالی وی چې معمر قذافی ونیسی .
له بلې خوا د ترکی خارجه وزیر هم د لیبیا دحالاتو په اړه د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره خبرې اترې کړی دی .
احمد داوود اوغلوچې اوس ایتوپیا کې دې او نن شپه به طرابلس ته ځی د خارجه آمریکا، فرانسه، قطر، کانادا، آلمان، ایتالیا، ناروی ، سویډن ، ډنمارک، اماراتو خارجه وزیرانو او د انګلستان د خارجه وزیر له مرستیال سره د لیبیا د حالاتو په دغه هیواد کې د تاوتریخوالې د مخینوې په اړه خبرې کړی او ډیر زر به په استانبول کې د لیبیا د تماس د ډلی غونډه وشی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.