خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/06/17 0:0کد خبر: 6662

پاکستان له طالبانو سره د روغې جوړې په باب په تذبذب کې دی

پاکستان له طالبانو سره د روغې جوړې په باب په تذبذب کې دی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د پاکستان جنګ انټرنیټی سایټ راپور ورکړ په افغانستان کې د امریکاسفر زاین کروکر وایی چې پاکستان د طالبانو مشرانو ته داجازې په ورکولو کې وخت تیروی څوافغانستان ته لاړ شی او د سولې په خبرو کې برخه واخلی او دغې موضوع اندېښنې راپارولی چې اسلام اباد د افغانستان د شخړې له اواری سره مرسته نه کوی.راپور ښئ یو ایس ټوډې امریکایی ورځپاڼې ته په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کروکر په ټېلفونی مرکې کې وویل،هغو کسانو ته، چې غواړی خبرې وکړی، باید موقع ورکړای شی او څوک چې د جګړې اراده کړې، باید پرخلاف یې اقدام وشی څو له جګړې لاس په سر شی په افغانستان کې د امریکا سفیر په عین حال کې یادونه وکړه چې له طالبانو سره د خبرو اترو د لارې برابرول څومره چې د افغانستان په ګټه دی هومره د پاکستان په خیر هم دی. هغه زیاته کړې په پوځی لارې سره سره وسله وال او بلوه ګر نشی ختمیدلی بلکې ددغې شخړې سیاسی حل لاره هم ضرروری ده د اپه داسې حال کې دی چې د سیمې دچارو ډیر کارپوهان او شناندی په دې اند دی چې پاکستان د شخړې له دواړو لورو سره لوبه روانه کړې چې بلاخره به ئې هم تاوان د پآکستان ولس ته هم رسیږی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان