خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دافغانستان پوځ تر 2014کال وروستیوپورې په پرمختللووسلوسنبالیږی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
دافغانستان دپوځ لپاره دناټوځواک دروزنې مرستیال مایکل ډې نن په خبری کنفرانس کې مدعی شوهغه وسلې چې دافغانستان پوځ ته ورکول کیږى چې له امریکائی پوځ سره هم نشته .هغه وویل هغه وخت چې افغان پوځ ته دغه وسلې ورکول کیږی دوی به دهیواددامنیت دتامینولوجوګه وی .هغه په دوام کې زیاته کړه په همدې مودې کې دافغانستان هوائی ځواک هم خدمت ته چمتو کیږی .هغه ددې خبرې په کولو سره چې دافغانستان پوځّ یو لک پنځه نوی تنوته رسیږی وویل ،دغه فیصله ددې لپاره غوره شوې ده څو هغه کسان چې له پوځ سره یوځای کیږی دهغو پرکمیت کومې ناسمې اغیزې ونه کړی دناټو دغه مقام بې سوادی دافغانستان دپوځ دپرمختګ یوه لویه ستونزه وبلله اوددغه هیواد دپوځ دباسواده کولولپاره ئې دهلوځلو ددوام خبر ورکړ .دافغانستان پوځ تراووسه پورې یولک پنځه اویا زره کسیز ځواک ته رسیدلی او ټاکل شوې چې د 2014 کال تر وروستیو پورې ئې شمیر یو لک پنځه نوی تنو ته ورسیږی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.