خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/06/26 0:0کد خبر: 6738

دسیاسی او خدمتی پاسپورټونو ډیجیټلی ویش پیل شو

دسیاسی او خدمتی پاسپورټونو ډیجیټلی ویش پیل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په باندنیو چارو وزارت کې چارواکی وایی چې د خدمتی او سیاسی پاسپورټونو ډیجیټلی ویش په هیواد کې پیل شوی. دیاد وزارت ویاند جانان موسی زی نن په کابل کې یوې خبری غونډې ته وویل : «دباندینو چارو وزارت ددې کار لپار په کال 2005 کې لاس په کار شوی وو ترڅو ویزې او پاسپورټونه په ډیجیټلی سیسټم شی او نن مونږ ددې پاسپورټونو د لیږ شاهدان یو.» هغه زیاته کړه چې په دې سیسټم کې د زده کړې پاسپورټونه شتون نلری او عادی پاسپورټونه وروسته د یاد وزارت لخوا ورکول کیږی او په دې پاسپورټونو کې یواځی سیاسی او خدمتی پاسپورټونه شتون لری. موسی زی زیاته کړه چې دا پاسپورټونه د ډیرو اوچتو امنیتی کودونو لرونکی دی چې په بریتانیه کې چاپ شوی دی. دهغه په وینا چې یاد پاسپورټونه په باندنیو هوایی ډګرونو کې د امنیتی ماشینونو پواسطه چک کیږی. جانان زیاتوی :«ددې پاسپورټونو د اعتبار موده پنځه کاله ده او تمدید وړ ندی او وروسته د مودې له بشپړیدو څخه نوی پاسپورټ ورکول کیږی.» هغه یادونه وکړه چې د باندنیو چارو وزارت د الکترونیکی ویزو لیږ یې په کال 2009 کې پیل کړی وو چې اوس د سیاسی او خدمتی پاسپورټونو نوی شکل یې پیل کړی. ویاند زیاته کړه چې د نوی عادی پاسپورټونو ویش د نافذه قوانینو له مخې د کورنیو چارو وزارت له صلاحیتونو څخه شمیرل کیږی. نومړی وویل چې یاد پاسپورټونه په یوه ځانګړې پاڼه ،پلاستیکی پوښ ، د پاسپورټ ځانګړی انځور او دځانګړې کود(MRZ Zone) په واسطه ځانګړی شوی دی . دیادونې وړ ده چې اوسنی پاسپورټونه د هغه لرونکو ته په ټولو ولایتونو کې د لرلو او همدارنګه د نیولو په وخت کې ډیرې ستونزې جوړې کړی چې آن تر دې په یادو پاسپورټونو کې جعلی پاسپورټونه هم لیدل کیږی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.