خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دسیاسی او خدمتی پاسپورټونو ډیجیټلی ویش پیل شو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
په باندنیو چارو وزارت کې چارواکی وایی چې د خدمتی او سیاسی پاسپورټونو ډیجیټلی ویش په هیواد کې پیل شوی.
دیاد وزارت ویاند جانان موسی زی نن په کابل کې یوې خبری غونډې ته وویل : «دباندینو چارو وزارت ددې کار لپار په کال 2005 کې لاس په کار شوی وو ترڅو ویزې او پاسپورټونه په ډیجیټلی سیسټم شی او نن مونږ ددې پاسپورټونو د لیږ شاهدان یو.»
هغه زیاته کړه چې په دې سیسټم کې د زده کړې پاسپورټونه شتون نلری او عادی پاسپورټونه وروسته د یاد وزارت لخوا ورکول کیږی او په دې پاسپورټونو کې یواځی سیاسی او خدمتی پاسپورټونه شتون لری.
موسی زی زیاته کړه چې دا پاسپورټونه د ډیرو اوچتو امنیتی کودونو لرونکی دی چې په بریتانیه کې چاپ شوی دی.
دهغه په وینا چې یاد پاسپورټونه په باندنیو هوایی ډګرونو کې د امنیتی ماشینونو پواسطه چک کیږی.
جانان زیاتوی :«ددې پاسپورټونو د اعتبار موده پنځه کاله ده او تمدید وړ ندی او وروسته د مودې له بشپړیدو څخه نوی پاسپورټ ورکول کیږی.»
هغه یادونه وکړه چې د باندنیو چارو وزارت د الکترونیکی ویزو لیږ یې په کال 2009 کې پیل کړی وو چې اوس د سیاسی او خدمتی پاسپورټونو نوی شکل یې پیل کړی.
ویاند زیاته کړه چې د نوی عادی پاسپورټونو ویش د نافذه قوانینو له مخې د کورنیو چارو وزارت له صلاحیتونو څخه شمیرل کیږی.
نومړی وویل چې یاد پاسپورټونه په یوه ځانګړې پاڼه ،پلاستیکی پوښ ، د پاسپورټ ځانګړی انځور او دځانګړې کود(MRZ Zone) په واسطه ځانګړی شوی دی .
دیادونې وړ ده چې اوسنی پاسپورټونه د هغه لرونکو ته په ټولو ولایتونو کې د لرلو او همدارنګه د نیولو په وخت کې ډیرې ستونزې جوړې کړی چې آن تر دې په یادو پاسپورټونو کې جعلی پاسپورټونه هم لیدل کیږی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.