د اسلامی ویښتیا په نړیوال کنفرانس کې د رهبری د ستر مقام او نورو شخصیتونو څرګندونې
زمان تقریبی مطالعه: 8 دقیقه
د اسلامی ویښتیا لومړنۍ نړیواله غونډه نن په تهران کې درهبرۍ د ستر مقام حضر ت ایت ا... العظمی سید علی خا منه ای په وینا سره پرانستل شوه .
په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د نړی له اتیاو اسلامی ، اروپایی او امریکایی هیوادونو 600 پوهان ګډون لری .
د رهبرظ ستر مقام په خپله وینا کې د اسلامی ویښتیا له امله لویو بدلونونو ته په اشارې سره د دغو بدلونونو او اسلامی ویښتیا د سو چه حرکت د هویت د بیان تر څنګ هغه له اسلامی انقلاب څخه اخیستل شوې وبلل چې د الهی ارزښتونو پر اساس یې د اسلامی سیاسی حاکمیت بریالۍ بیلګه نندارې ته وړاندې کړې شوه او آزادۍ غوښتونکو ملتونو ته یې د انسانی کرامت پراساس هیله او مورال ورکړې دې .
د رهبرۍ ستر مقام همداراز د سیمې ملتونو ته په خطاب کې وفر مایل په امریکا او نا ټو باور ونکړې ، تل په ډګر کې ووسی او خپل اصا لت په ډیر حسا سیت سره وسا تې .
د رهبرۍ ستر مقام په خپلې دغې ډیرې مهمې وینا کې وفر ما یل په دغو ورورګلویزو خبرو کې په دریو اساسی ټکیو تمرکز کوم
د دغو انقلابونو او پا څو نو نو هویت ته اجمالی کتنه
2: هغه ستر ې خطرې او تا وانو نه چې د هغو په لاره کې موجود دی
3: د دغو خطرو او تا وانو نو په مخنیوی او درملونو کې وړاندیزونه
په دغه کا نفر نس کې همداراز د نړۍ د نورو هیوادونو بیلا بیلو شخصیتو نو هم مهمې ویناوې وکړ ې .
د اسلامی ویښتیا په دغه نړیوال کا نفر نس کې د عراق پخوا نی لو مړی وزیر ښا غلی ابراهیم جعفر ی وویل اسلامی ویښتیا یو غوړیدلې حر کت دې او د نورو تر اغیز لاندې به رانشی . ده همداراز زیا ته کړه چې د وبښتیا ټکې مطر حوو نو با ید پو هه شو چې د ثبات د له مینځه وړلو په معنا ندې چې له اوودو مودو وو او اوس ختم شوې دې او د ویښتیا پړاو رارسیدلې دې .هغه وویل اوس دا ویښتیا په درستې ټو لنې کې نفوذ کو ی او د ټو لنې درستې پرګنې او اهداف په حر کت کې راولی .
ده زیا ته کړه اسلامی ویښتیا چې له تیو نس پیل شوی او بیا په مصر ، لیبیا ، یمن او بحر ین کې یې دوام وکړ ، اسلامی انقلاب د بشپړه اسلامی په معنا ده .
ده وویل مونږه هغه اسلامی انقلاب غواړو چې په درستو لر لیدونو کې شتون ولر لې شی او د قران کریم ویناوې عملی کړ ی او په دې لاره کې باید ټینګا ر وکړ و .
ښا غلی جعفر ی زیا ته کړه د ایران اسلامی انقلاب په 1357 لمریز کا ل کې بر یالې شو ولې مونږه له دغه انقلابه زده نکړو .؟
په دغه کا نفر نس کې د مصر د الازهر پو هنتو ن استا زی شیخ جما ل قطب هم وویل اسلام پا ل له درستو افکارو او کر ښو د اسلامی وبښتیا په څپې کې ګډون لر ی .
ده همداراز وویل هغه ټول کسا ن چې میدان ته راوتلی دی ، غوا ړی چې خلک هغه اسلام ووینی چې پیغمبر اکرم ص راوړې دې او دا مسو لیت د اسلام پالو د فقیهانو او فقهی مکتبونو پر غا ړه دې .
ّه دغه کا نفر نس کط د افغانستان دسولې د لوړې شورا مشر او ددغه هیواد سیاسی او جهادی شخصیت پروفیسور برهان الدین ربانی هم وویل نن سبا دغه ښه خوب په الهی لورینې سره په عملی حقیقت بدل شوی دی او د دښمن او دوست د سترګو په وړاندې د اسلامی امت لپاره د نیکمرغۍ زیری ورکوی .
هغه وویل دینداری او د بدیو ، استبداد ، فساد ، بې دینۍ ، کفر او الحاد په وړاندې پاڅون د اسلام د دین چورلیزونه دی .
ربانی په دوام کې وویل په اسلامی نړۍ کې د ویښتیا او ملسمانانو د پاڅون مرکز دینی تعلیمی مرکزونه دی او دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده چې د ایران اسلامی انقلاب د یودینی مشر په رهبرۍ کامیاب شو ځکه د اسلامی بریالیو پاڅونونو په سر کې هغه کسان دی چې له دینی مرکزونو فارغ شوی دی .
برهان الدین ربانی زیاته کړه د افغانستان او پاکستان په شمول ځینو هیوادونو کې ځینی کسان د مسلمان په نامه مسلمانان وژنی او چاودنې او ګډوډۍ کوی چې له دغه سترې غونډی زمونږ غوښتنه داده چې په دې اړه روښانه دریځ غوره کړی .
ّّبه دغه کا نفر نس کې همداراز د لبنان د حزب ا... د عمومی منشی مر ستیال شیخ نعیم قا سم هم وویل هغه اسلامی ویښتیا چې پیل شوی ده ، وبه نه دریږی او هغه کسان چې له دې استفاده ونکړی له مشکل سره به مخا مخ شی .
ده وویل لوې خداې زمو نږ هدایتو نکې دې ، پر دې اسا س باید د دغې ویښتیا عنوانو نو ته پا م وکړو او تل د دغې ویښتیا په څنګ کې ووسو .
ښا غلی نعیم قا سم د دې خبرې به کو لو سره چې باید د هغو خو ځښتو نو په څنګ کې ونه دریږو چې له اسلامی ویښتیا سره ارتبا ط نلر ی ، زیا ته کړه باید د هغو خو ځښتو نو په څنګ کې ووسو چې تل غواړی پر مخ حر کت وکړ ی .
ده زیا ته کړه دغه بد لو نو نه او حر کتو نه د حضر ت اما م خمینی رح په مشرۍ د اسلامی انقلاب پر بریا لیتو ب او په اسلامی نړۍ کې د هغه بزرګوار په پیغمبر ډوله حر کت سره پیل شوی او بر یالی شوی دی .
هغه وویل د ایران اسلامی جمهوریت د اسلامی انقلاب نتیجه ده او دغه انقلاب تل د مظلو ما نو ملګر ې او دوست او عمل یې د خداې لپاره او د خداې په لاره کې دې .
شیخ نعیم قا سم زیا ته کړه همدا اوس د رهبرۍ ستر مقام د حضر ت اما م خمینی رح د حر کت پیرو دې هما غه شعارونه بیا نوی او د درست امت د خیر لپاره د مشرۍ د پتیا لیتوب او کرامت بیرغ پر اوږه لر ی .
ده زیا ته کړه نن سبا دغه عر بی او اسلامی ملتونه یوه خبر او وبښ مشر ته اړتیا لر ی چې دغه مشر د هغو لپاره درستې رودې او پروګرا مونه انځور کړ ی او لاره پرانستو نکی شی چې دغه ملتو نه له انحراف سره مخامخ نشی .
په دغه کا نفر نس کې د فلسطین د جهاد اسلامی غو ر ځنګ عمو می منشی رمضا ن عبد ا... هم وویل مو نږه درست فلسطین غواړو او د فلسطین معمولی شانته برخه هم باید صیهو نیسټا نو ته ورنکړو .
ده زیا ته کړه د سیمې وروستی شرایط مقا ومت نوی پړاو ته ورداخلو ی او په دې باره کې د مو جودو مشکلاتو د مد یریت څر نګو الې مهم دې .
هغه اسراییل د اسلامی امت په زړه کې خنجر ته ورته وبا له او ویې ویل له بده مرغه ځینو د ما تې د احسا س او نا هیلې په وجه ساز باز ته مخه کړه په داسې حا ل کې فلسطین هما غه راز په جهاد اخته دې او درستې فلسطینی ضد طر حې به له ما تې سره مخا مخ کړ ی .
د تهران د اسلامی ویښتیا په لو مړنی نړیوال کا نفر نس کې د سوډان پخوا نی لو مړی وزیر صا دق المهدی هم وویل د ایران اسلامی انقلاب ، اسلامی امت له ځوړتیا او پر دیو پوې له تړل کیدا ، روښا نه راتلو نکی ته هدایت کړ .
ده زیا ته کړه نن سیا هم د سیمې انقلابو نه غواړی چې د لسګو نو کلو نو استبداد او پردیو پورې اړوندوالې له ځا نه لیرې کړ ی .ده جو ته کړه نن د سیمې انقلابو نه د اسلامی امت د هد فو نو په تحقق پسې دی او مو نږه درست د دغو انقلابو نو په وړاندې مسو لیت لر و .
د اسلامی ویښتیا د نړیوال کنفرانس مشر وویل اسلامی ویښتیا نوی څپی چې د مسلمانو ملتونو د سرلوړۍ لامل شوی دی په قرآن او سنت او په اسلامی اوسیاسی ډ ګرونو کې د خلکو په شتون په تکیه کښې جرړه لری .
علی اکبر ولایتی نن سهار د اسلامی ویښتیا د دوه ورځنی نړیوال کنفرانس په پرانیستونکو دستورو کې وویل دغه ستر او ولوله ناکه حرت له نړۍ سره عادلانه او عزتمن تعامل غواړی او په خپل سیاسی او خپلواکۍ اودینی هویت ټینګار کوی او هر ډول سلطه ګرې او سلطه مننه نفې کوی .
ولایتی په دوام کې وویل فسلطین او قدس شریف او د صهیونست رژیم د دوامدار ه تیریو ضد مقاومت د اسلامی نړۍ اصلی مسئله او د اسلامی ویښتیا د غورځنګ یو رکن ګرځیدلی او د نړۍ د آزادې غواړو او مسلمانانو په زړونو کې یې هیلی پیدا کړی دی .
ټا کل شوې ده د اسلامی ایران ولسمشر ښا غلې احمدی نژاد سبا د دغه نړیوال کا نفر نس پایزه وینا وینا وکړ ی .