خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/06/27 0:0کد خبر: 6753

کندهارکې ډیرۍ ډاکټران په غیری قانونی توگه فعالیت کوی

کندهارکې ډیرۍ ډاکټران په غیری قانونی توگه فعالیت کوی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

کندهار ولایت کې ډیرۍ داسې ډاګټران شتون لری چې په غیری قانونی توګه سره فعالیت کوی او فعالیت یې د کندهار د ډیرو اوسیدونکو د مرګ سبب ګرځیدلی دی. چارواکی وایی چې دیادو ډاکټرانو شتون ددې ولایت اوسیدونکو ته خورا ستونزې زیږوی. د کندهارد عامې روغتیا رییس ډاګټر عبدالقیوم پخلا وخت خبری آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کی وویل چې د غیری قانونی او بی مسلکه داکټرانو شتون په کندهار کې زیات دی. هغه زیاته کړه چې د یادو ډاکټرانو شتون خورا خطرناک دی دده په خبره چې یاد بی مسلکه داکټران د ډاکټر د نوم څخه بده ګټه اخلی . ډاکټر پخلا هغه ډاکټران چی دامهال په غیری قانونی توګه په کندهار کې فعالیت کوی زور واکه وبلل او زیاته یی کړه چې څو ځلې یی امنیتی ارګانونه ته ددې ډاکټرانو نومونه یې ورکړی ترڅو مخه یی ونیسی خو بیا هم نوموړی بی مسلکه ډاکټران بی له کومی ویری خپل فعالیت کوی . ډاکټر عبدالقیوم په دې ځانګړې مرکه کې وویل چې د نوموړو غیری قانونی ډاکټرانو نومونه یی مخکی ولایت مقام ته هم ورکړی چې د ولایت مقام د جدی اقدام سره ځینو وظیفې پریښودې او ځینې یی لا اوس هم پری بوخت دی. د یادونې وړه ده د هغو ډاکټرانو چې دامهال ډاګټران ندی او فعالیت کوی د مخنیو لپاره یې په تیر ادارې مجلس کې هم خبری وشوی او یو ځل بیا یی د مخنیوی لپاره جدی اقدامات ونیول شو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان