خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
حزب اسلامی د بن په دوهم کنفرانس کې ګډون رد کړ

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ایرکا د ر اپور له مخې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان د حزب اسلامی ګوند ویندویی هارون زرغون کابل ته ددغه ګوند د یو پلاوی د استولو او د بن په دوهم کنفرانس کښې د ګډون لپاره د افغانستان له حکومت سره ددغه ګوند د خبرو اترو په اړه وروستی خبرونه او راپورونه هسې آوازې وبللی .
هارون زرغون وویل د افغانستان حزب اسلامی ګوند حتی په مشروط ډول هم د بن په دوهم کنفرانس کښې ګډون نه کوی .
دا په داسی حال کښې دی چې ددغه ګوند یو غړی قریب الرحمان سعید څو ورځی وړاندې په یوه بیانیه کښې ویلی ؤ که دغه ګوند ته بلنه ورکړل شی نو د یوه خپلواکه او سیاسی لوری په توګه به د بن په دوهم کنفرانس کښې ګډون وکړی .
ټاکل شوی ده د افغانستان په اړه د بن دوهم کنفرانس د 2011 م کال د دسامبر په پنځمه په جرمنی کښې وشی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.