خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/06/29 0:0کد خبر: 6784

پر استاد ربانی له بریدکوونکیو څخه یوتن نیول شوى دى

پر استاد ربانی له بریدکوونکیو څخه یوتن نیول شوى دى  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

له هغو دوو بریدکوونکیو څخه ،چې د سولې د عالی شورا مشر استاد برهان الدین ربانی یې وواژه ، یوتن ژوندى نیول شوى دى . دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقی او د ولسمشر د ویاند مرستیال حامد علمی د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وکړې . دوى وایی چې له بریدکوونکیو څخه یو تن د استاد ربانی په کور کې ځان والوځاوه خو بل یې ژوندى نیول شوى دى . دغه ځانمرګى برید نن ماښام مهال د کابل ښار د وزیر محمد اکبرخان په سیمه کې د استاد ربانی په کور کې وشو. یاد چارواکی وایی چې په دې برید کې استاد برهان الدین ربانی وژل شوى او د سولې د شورا د دارالانشا رییس معصوم ستانکزى ټپی دى . دغه چارواکی وایی چې د معصوم ستانکزی روغتیایی حالت د ډاډ وړ دى. دوى د پېښې په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ځینې کسان وایی ، چې په دې برید کې یو شمېر نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده . د برید په سیمه کې یوې امنیتی سرچینې ، چې نوم یې څرګند نه کړ ، پژواک خبری اژانس ته ویلی چې په برید کې د سولې د عالی شورا درې نور غړی هم وژل شوی دی . ده ونه ویل چې یاد شوی درې کسان څوک دی . خو د پېښې په ځاى کې یو بل تن خبریالانو ته وویل چې په برید کې د سولې د شورا غړى واحدیار هم ټپی شوى او د حاجی نذیر په نوم یوتن د وژل کېدو په اړه یې هم اورېدلی، خو دا خبره تایید شوې نه ده. حاجی نذیر د استاد ربانی سکرټر و. د یادې سرچینې په وینا، بریدکوونکی د طالبانو مهم کسان وو او واحدیار د ربانی کور ته د خبرو په موخه راوستی و. داسې ناتایید شوی راپورونه شته ، چې بریدکوونکیو چاودېدونکی توکی په پګړۍ کې ځاى پرځاى کړی و. ددې برید مسوولیت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخیستى. یاده سیمه اوس ماښام مهال ( 8:30 ) بجې امنیتی ځواکونو کلابند کړې او لږ مخکې د استاد ربانی له کور څخه درې امبولانسونه راووتل . تر اوسه دیاد برید مسوولیت چا پر غاړه نه دى اخستى . استاد برهان ربانی د جمعیت اسلامی مشر ، د افغانستان پخوانى ولسمشر، په تېره دوره کې د ولسی جرګې غړى او دا مهال د سولې د عالی شورا مشرو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.