خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
پر استاد ربانی له بریدکوونکیو څخه یوتن نیول شوى دى

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
له هغو دوو بریدکوونکیو څخه ،چې د سولې د عالی شورا مشر استاد برهان الدین ربانی یې وواژه ، یوتن ژوندى نیول شوى دى .
دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقی او د ولسمشر د ویاند مرستیال حامد علمی د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وکړې .
دوى وایی چې له بریدکوونکیو څخه یو تن د استاد ربانی په کور کې ځان والوځاوه خو بل یې ژوندى نیول شوى دى .
دغه ځانمرګى برید نن ماښام مهال د کابل ښار د وزیر محمد اکبرخان په سیمه کې د استاد ربانی په کور کې وشو.
یاد چارواکی وایی چې په دې برید کې استاد برهان الدین ربانی وژل شوى او د سولې د شورا د دارالانشا رییس معصوم ستانکزى ټپی دى .
دغه چارواکی وایی چې د معصوم ستانکزی روغتیایی حالت د ډاډ وړ دى.
دوى د پېښې په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ځینې کسان وایی ، چې په دې برید کې یو شمېر نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .
د برید په سیمه کې یوې امنیتی سرچینې ، چې نوم یې څرګند نه کړ ، پژواک خبری اژانس ته ویلی چې په برید کې د سولې د عالی شورا درې نور غړی هم وژل شوی دی .
ده ونه ویل چې یاد شوی درې کسان څوک دی .
خو د پېښې په ځاى کې یو بل تن خبریالانو ته وویل چې په برید کې د سولې د شورا غړى واحدیار هم ټپی شوى او د حاجی نذیر په نوم یوتن د وژل کېدو په اړه یې هم اورېدلی، خو دا خبره تایید شوې نه ده.
حاجی نذیر د استاد ربانی سکرټر و.
د یادې سرچینې په وینا، بریدکوونکی د طالبانو مهم کسان وو او واحدیار د ربانی کور ته د خبرو په موخه راوستی و.
داسې ناتایید شوی راپورونه شته ، چې بریدکوونکیو چاودېدونکی توکی په پګړۍ کې ځاى پرځاى کړی و.
ددې برید مسوولیت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخیستى.
یاده سیمه اوس ماښام مهال ( 8:30 ) بجې امنیتی ځواکونو کلابند کړې او لږ مخکې د استاد ربانی له کور څخه درې امبولانسونه راووتل .
تر اوسه دیاد برید مسوولیت چا پر غاړه نه دى اخستى .
استاد برهان ربانی د جمعیت اسلامی مشر ، د افغانستان پخوانى ولسمشر، په تېره دوره کې د ولسی جرګې غړى او دا مهال د سولې د عالی شورا مشرو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.