زمو نږ خبر یال راپور راکوی د بلخ پو هنتون محصلینو په مزار شریف کې په یوې مظا هرې کې د دغه ستر افغان شخصیت د ترور د عا ملانو په نیولو او سزا کولو او د افغاسنتان د جهادی او سیاسی شخصیتونو د زنجیره ای ترورونو د ختمولو په ضرورت ټینګا ر وکړ .
نن همداراز د کابل په سلګو نو خلکو هم د مظا هرو په تر سره کو لو سره د افغاسنتان د سولې د لوړې شورا د مشر بر هان الدین ربانی ترور په کلکه وغنده .
همداراز د هرات محصلينو هم د استاد رباني وژنه په کلکه وغندله
د جهادي مشر او د سولی دعالی شورا د ریس استاد برهان الدین ربانی په شهادت پسی په هرات کې سلګونو تنو محصلینو د یو سوله یز لاریون په ترڅ کې د استاد برهان الدین او ورسره ملګرو باندی ځانمرګی برید وغنده او له دولتي چارواکو څخه یې وغوښتل چې ددغه غمناکي پیښي عاملین د قانون منګولو ته وسپاري..
دغو محصلینو نن سهار دهرات ولایت د دولتي پوهنتون مخي ته د یوي څو مادیيز پریکړه لیک په خپرولو سره دغه ترهګرعمل وغنده او دایې دافغانستان د دښمنانو کار وباله.
د دغه لاریون پرمهال یو شمیر محصلینو پر دولتي چارواکو هم نیوکه وکړه او ويې ویل چي د څو ورستیو میاشتو راهیسي دهیواد په ګوټ ګوټ کي ملي او سیاسي شخصیتونه د نامعلومو کړیو او طالبانو له خوا وژل کیږي خو تردي دمه دولتي چارواکو یې دعامیلینو د نیولو او مخنیوي په برخه کي پاته راغلي دي. کندهاریانوهم داستاد رباني وژنه وغندله
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: