خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/07/10 0:0کد خبر: 6953

ولسمشرکرزی څو ورځې وروسته هند ته سفرکوی

ولسمشرکرزی څو ورځې وروسته هند ته سفرکوی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

دبهرنیو چارو وزارت چارواکی وایی ،ټاکل شوې ده چې په راتلونکی څو ورځو کې ولسمشر حامدکرزی هند ته سفر وکړی. جانان موسی زی د یاد وزارت ویاند نن په خپل اوونیزه خبرې غونډه کې رسنیو ته وویل: «ټاکل شوې چې په راتلونکی څو ورځو کې ولسمشر هند ته سفر وکړی.» هغه زیاته کړه چې د ولسمشر د سفر موخه ددواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ټینکښت دی. موسی زی زیاته کړه چې د ولسمشر کرزی سفر له ډیر پخوانه کله چې د هند لومړی وزیر من موهن سنګ افغانستان ته راغلی وو دهغه په بلنه په نظر کې نیول شوی وو. ویاند زیاته کړه چې ولسمشر د ملی پخلاینې په اړه به د هند له چار واکو سره خبرې وکړی. هغه همدارنګه زیاته کړه چې د سعودی عربستان دیپلوماتان د تیرې پنجشنې به ورځ کابل ته بیرته راغلی او خپل کارونه یې بیرته په رسمی توګه پیل کړی دی. جانان موسی زی زیاته کړه چې یاد دیپلوماتان ژمنه کړې چې کوم ځنډونه چې د ویزو په برخه کې پیښ شوی هغه ځنډونه دوی بیرته جبرانوی. افغان ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې هند ته د روانیدو په حال دی چې د پاکستان لاسوهنې په افغانستان کې ډیره شوې، او دپولې له ها خوا څخه پر افغانستان توغندیز بریدونه کیږی. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه چې د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلانی افغانستان ته راشی خو تیره ورځ موسی زی وویل چې یاد سفر له منځه لاړ .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.