خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/07/11 0:0کد خبر: 6975

په کندهار کې دوهم ځانمرګى برید هم تر سره شو

په کندهار کې دوهم ځانمرګى برید هم تر سره شو  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د کندهار ولایت د اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحمید وایې چې نن غرمه مهال د همدې قول اردو په منځ کې ځانمرګى برید تر سره شوئ. عبالحمید وویل برید ګر د افغانستان د امنیتی ځواکونو یونفورم درلود او ځان ېې د دد ې قول اوردو د کابل څانګې په دروازه کې الوزولئ دئ . جنرال عبدالحمید زیاته کړه په دې برید کې د برید کوونکی په ګډون دوه تنه وژل شوې او دوه نور ټپیان دی . طالبانو او خپلواکه سرچینو د دې برید د جزیاتواو مرګ ژوبلې په اړه څه نه دی ویلی دا په داسې حال کې چې نن د کندهار د دریمی امنیتی حوزی اړونده د حاجی عرب په سیمه کې هم یوه ځانمرګی برید دوه تنه وژلی او نولس تنه نور یې ژوبل کړی وؤ. دا برید هغه وخت شوئ ؤ چې د افغانستان د قبایلو وزیر اسد الله خالد له دې سیمې د تیریدو په حال کې ؤ . تر اوسه د دې بریدونو مسئولیت چا په غاړه نه دئ اخیستئ .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان