خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/07/21 0:0کد خبر: 7128

پاکستان د جمو کشمیر د مسئلې د حل غوښتنه وکړه

پاکستان د جمو کشمیر د مسئلې د حل غوښتنه وکړه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د فارس خبری آژانس له راپور سره سم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې له پارلمان سره تر غوندې وروسته خبریالانو ته وویل د اسلام آباد او نوی ډهلی اړیکې ښې شوې او هیله ېې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکې کې به له هند سره د کشمیر د لانجې او نورو ستونځو په اړه موافقې ته ورسی . هغې هند د پاکستان د سوداګرئ د پراختیا لپاره تر ټولو ښه هیواد وباله خو ټینګار ېې وکړ د کشمیر د ستونځې حل د دې سیمې د خلکو له نظر اخیستلو پرته ممکن نه دئ . دا په داسې حال کې ده چې نن د هند او پاکستان تر منځ د ویزې آسانولو لپاره یوه دوه ورځنې غوڼده هم په نوی ډهلی کې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د چارواکو په ګډون سره په کار پیل کوی . د ویلو ده چې د کشمیر د مسئلې په سر هند او پاکستان دوه ځله جګړې هم کړې دی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان