خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ترکی چارواکو د ولسمشر کرزی تود هرکلى وکړ

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
ولسمشر کرزی ته د ترکیې د استانبول ښار په اتاترک هوایی ډګر کې ګڼو ترکی چارواکو هرکلى وایه.
په هرکلی ویونکو کې د استانبول والی، د ګارنیزیون قوماندان، د استانبول ښاروال، د ترکیې د بهرنیو چار وزارت د تشریفاتو رییس، په کابل کې د ترکیې سفیر او په انقره کې د افغانستان سفیر شامل وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو مشر حمید صدیق د لړم په نهمه، پژواک خبری اژانس ته وویل، چی ولسمشر حامد کرزى به د ترکیې له ولسمشر عبدالله ګل سره له لیدنې وروسته، د هغه په بلنه په مېلمستیا کې هم ګډون وکړی.
دغه راز سرچینې وویل، چې په پام کې ده ولسمشر کرزى د لړم په لسمه، د افغانستان، ترکیې او پاکستان شپږمې درې اړخیزې غونډې څخه مخکې په خپل استوګنځی کې د انډپنډنټ انګلیسی ورځپاڼې له مشر لبیدوف سره هم وګوری.
هغه زیاته کړه، لبیدوف غواړی چې په افغانستان کې پانګونه وکړی، نو ځکه یې غوښتی چې له ولسمشر حامد کرزی سره وګوری او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه ورسره خبرې وکړی.
صدیق وویل، چې د درې اړخیزې غونډې له پیل څخه مخکې به د افغانستان، ترکیې او پاکستان لوى درستیزان او ورپسې د کورنیو چارو وزیران هم وګوری.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، سبا به د افغانستان پرمهال څلور بجې د افغانستان، ترکیې او پاکستان د مشرانو په ګډون درې اړخیزه غونډه پیل شی، چې پرانېستونکې وینا به د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل وکړی؛ خو رسنۍ به په کې برخه ونه لری.
صدیق وویل، چې په دې غونډه کې به د سیمې پر امنیتی همکاریو خبرې وشی او په کې به د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر احمد داوود اغلو، د کورنیو چارو وزیر ادریس نعیم او لوى درستیز جنرال نکدت اوزیل له خوا برابرې شوې ویناوې وړاندې شی.
د هغه په وینا، دغه راز د سیمې د اقتصادی همکاریو د پراختیا په برخه کې به د ترکیې د سوداګریو او صنایعو خونې او څېړنیز بنسټ او د افغان سوداګرو او خصوصی سکټور چارواکی هم خبرې وکړی.
صدیق زیاته کړه، چې د سبا ورځې درې اړخیزې غونډې په پاى کې به ولسمشر حامد کرزى او د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل یو سند لاسلیک کړی؛ خو هغه ونه ویل چې دغه سند به د څه شی په اړه وی.
دغه راز سرچینې وویل، چې په پام کې ده ولسمشر حامد کرزى د درې اړخیزې غونډې ترڅنګ سبا د جرمنی د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وګوری.
د نوموړی په وینا، د لړم په 11مه به د استانبول کنفرانس رسمًا پیل شی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.