خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
پوهنې وزارت د سړو سیمو د کلنۍ ازموینو نېټه اعلان کړه

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ټاکل شوې، چې د هېواد د سړو سیمو د ښوونځیو د لومړیو تر شپږمو ټولګیو پورې کلنۍ ازموینې د لړم په 21مه او د اووم تر دوولسمو ټولګیو، د لیندۍ په لومړۍ نېټه پیل شی.د پوهنې د وزارت په هغې خبرپاڼه کې، چې پژواک خبری اژانس ته را رسېدلې، ویل شوی، چې د لومړیو تر شپږم ټولګیو پورې ازموینې به د لړم په دېرشمه او له اووم څخه تر دوولسمو ټولګیو پورې ازموینې به د لیندۍ په 15مه پاى ته ورسېږی.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې په سړو سیمو کې د خصوصی ښونځیو، دینی مدرسو او دارالعلومونو ازموینې به هم په همدې نېټو پیلېږی او پاى ته به رسېږی.
د خبرپاڼې په پاى کې ویل شوی، چې خصوصی ښوونځی د ازموینې د فیس په نوم له زده کوونکو د پیسو اخیستو حق نه لری.
د پوهنې وزارت د نشراتو رییس عبدالصبور غفرانی وایی، چې په تېرو ازموینو کې ځینو خصوصی ښونځیو د قرطاسیې د وېش لپاره له زده کوونکو یو څه پیسې اخیستې دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.