خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/09 0:0کد خبر: 7333

پوهنې وزارت د سړو سیمو د کلنۍ ازموینو نېټه اعلان کړه

پوهنې وزارت د سړو سیمو د کلنۍ ازموینو نېټه اعلان کړه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

ټاکل شوې، چې د هېواد د سړو سیمو د ښوونځیو د لومړیو تر شپږمو ټولګیو پورې کلنۍ ازموینې د لړم په 21مه او د اووم تر دوولسمو ټولګیو، د لیندۍ په لومړۍ نېټه پیل شی.د پوهنې د وزارت په هغې خبرپاڼه کې، چې پژواک خبری اژانس ته را رسېدلې، ویل شوی، چې د لومړیو تر شپږم ټولګیو پورې ازموینې به د لړم په دېرشمه او له اووم څخه تر دوولسمو ټولګیو پورې ازموینې به د لیندۍ په 15مه پاى ته ورسېږی. په خبرپاڼه کې راغلی، چې په سړو سیمو کې د خصوصی ښونځیو، دینی مدرسو او دارالعلومونو ازموینې به هم په همدې نېټو پیلېږی او پاى ته به رسېږی. د خبرپاڼې په پاى کې ویل شوی، چې خصوصی ښوونځی د ازموینې د فیس په نوم له زده کوونکو د پیسو اخیستو حق نه لری. د پوهنې وزارت د نشراتو رییس عبدالصبور غفرانی وایی، چې په تېرو ازموینو کې ځینو خصوصی ښونځیو د قرطاسیې د وېش لپاره له زده کوونکو یو څه پیسې اخیستې دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.