خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/09 0:0کد خبر: 7334

د ولسی جرګې یو شمېر غړیو د حج او اوقافو وزیر د استیضاح غوښتنه وکړه

د ولسی جرګې یو شمېر غړیو د حج او اوقافو وزیر د استیضاح غوښتنه وکړه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

د ولسی جرګې یو شمېر غړیو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد یوسف نیازى د سمې دندې په نه تر سره کولو تورن کړ او د هغه د استیضاح غوښتنه یې وکړه . د ولسی جرګې د لړم په نهمه عمومی غونډه کې په دغه جرګه ګې د بلخ استازی مولوی عبدالرحمن رحمانی وویل ، چې د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت له یو شمېر کسانو څخه پیسې اخیستی، خو هغوى یې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودی ته نه دی لېږلی . دى وایی، چې د یادو کسانو شمېره 715 تنو ته رسیږی ، چې اوس هم په عیدګاه جومات کې سعودی عربستان ته د تګ په تمه شپې سبا کوی . مولوی رحمانی نیوکه وکړه ، چې محمد یوسف نیازى د وکیلانو ټېلېفونونو ته هم ځواب نه وایی . هغه زیاتوی : ((زه چې د خلکو وکیل یم ، وزیر زما د ټېلېفون زنګ ته ځواب نه راکوی ، د هغو کسانو ټېلېفون ته به ښه ځواب ورکړی ، چې په عیدګاه جومات کې پراته دی .)) دغه راز رحمانی وویل چې ددې وزارت یوتن مرستیال د خپلې کورنۍ 7 تنه سعودی عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره لېږلی دی . خو هغه د یاد شوی مرستیال نوم یاد نه کړ. په دغه جرګه کې د سرپل استازی محمدحسن شریف بلخابی وایی چې محمدیوسف نیازی په سمه توګه خپله دنده نه ده تر سره کړې . دى وایی ، ځینې هغه کسان چې ډېر وروسته یې د حج لپاره نومونه ثبت کړی و، خو په وزارت کې یې پېژندګلوی لرله ، تر نورو کسانو مخکې سعودی ته ولېږل شول. په دغه جرګه کې د غزنی استازی محمدعارف رحمانی وویل ، چې له سعودی عربستان څخه یو شمېر هغو کسانو چې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره دې هېواد ته تللی،له ده سره اړیکه نیولې او ویلی یې دی ، چې د هستوګنې ځایونه یې له حرم شریف څخه لرې نیول شوی دی . دى د یادو کسانو له خولې وایی چې له دې امله هغوى له ډېرو ستونزو سره مخ دی . رحمانی زیاتوی :((هلته زموږ حاجیان له ډیرو ستونزو سره مخ کیږی، بیا چې دلته راشی داسې ښکاری لکه له جنګ څخه چې راغلی وی .)) وروسته د و لسی جرګې ګڼ شمېر غړیو سره کارتونه د اعتراض په توګه پورته کړل او ویل یې، چې د ارشاد ، حج او اوقافو وزیر باید استیضاح شی . د ولسی جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمی وویل ، چې د استیضاح لپاره باید له اساسی قانون سره سم عمل وشی . د اساسی قانون په 92ماده کې راغلی ، چې ولسى جرګه د خپلو غړیو د لسمې برخې په وړاندیز کولى شی، له هر یوه وزیر څخه استیضاح وکړی. د دې مادې له مخې،که وړاندې شوې توضیح د قناعت وړ نه وی، ولسی جرګه دعدم اعتماد د رایې موضوع څېړی. دغه راز له دې مادې سره سم ، له وزیرڅخه د عدم اعتماد رایه باید صریح، مستقیمه او پر پخو دلایلو ولاړه وی او دغه رایه د ولسى جرګې د ټولو غړیو د رایو په اکثریت صادرېږی. ابراهیمی وویل ، چې د محمدیوسف نیازی د استیضاح موضوع به د ولسی جرګې د رییسانو کمېټې ته وړاندې شی ، ترڅو په دې اړه تصمیم ونیسی. خو د ارشاد ، حج او اوقافو وزیر محمد یوسف نیازی پژواک خبری اژانس ته وویل چې د ولسی جرګې غړی حق لری ، چې د وزیر د استیضاح په اړه تصمیم ونیسی . هغه وویل چې دى د جرګې د غړیو د نیوکو ځواب ویلى شی . نیازى وایی ،چې ددې وزارت له پلان سره سم ټول هغه 30 زره کسان ، چې د حج لپاره یې پیسې تحویل کړې وې ،په خپل نوبت سره سعودی ته لېږدول شوی او نن دا پروسه بشپړه شوه . هغه د ولسی جرګې د غړیو د نیوکو په اړه زیاته کړه ، یو شمېر هغه کسان چې په وخت یې پیسې نه وې تحویل کړې ، د حج له پروسې څخه پاتې شوی دی . خو ده د یادو کسانو شمېره څرګنده نه کړه . دغه راز هغه وایی ، چې په سعودی کې د افغانانو د هستوګنې لپاره تر ټولو لرې نیول شوې ودانۍ او حرم شریف تر منځ نیم ساعت لاره ده . د وزیر په وینا، سعودی ژمنه کړې ، چې سلو تنو نورو افغانانو ته هم د حج لپاره ویزې ورکړی . دى وایی چې د سعودی له شرط سره سم به یاد شوی سل تنه د شهیدانو ورثه او معلولین وی . د یادونې ده ، چې له افغانستان څخه سعودی عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو په موخه د تلونکیو کسانو د لېږد چارې، د تلې په 11مه پیل شوې وې.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.