بېرته
د ولسی جرګې یو شمېر غړیو د حج او اوقافو وزیر د استیضاح غوښتنه وکړه
د خپرېدو نېټه: 1390/08/09 0:0د خبر شمېره: 7334سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د ولسی جرګې یو شمېر غړیو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد یوسف نیازى د سمې دندې په نه تر سره کولو تورن کړ او د هغه د استیضاح غوښتنه یې وکړه .
د ولسی جرګې د لړم په نهمه عمومی غونډه کې په دغه جرګه ګې د بلخ استازی مولوی عبدالرحمن رحمانی وویل ، چې د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت له یو شمېر کسانو څخه پیسې اخیستی، خو هغوى یې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودی ته نه دی لېږلی .
دى وایی، چې د یادو کسانو شمېره 715 تنو ته رسیږی ، چې اوس هم په عیدګاه جومات کې سعودی عربستان ته د تګ په تمه شپې سبا کوی .
مولوی رحمانی نیوکه وکړه ، چې محمد یوسف نیازى د وکیلانو ټېلېفونونو ته هم ځواب نه وایی .
هغه زیاتوی : ((زه چې د خلکو وکیل یم ، وزیر زما د ټېلېفون زنګ ته ځواب نه راکوی ، د هغو کسانو ټېلېفون ته به ښه ځواب ورکړی ، چې په عیدګاه جومات کې پراته دی .))
دغه راز رحمانی وویل چې ددې وزارت یوتن مرستیال د خپلې کورنۍ 7 تنه سعودی عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره لېږلی دی .
خو هغه د یاد شوی مرستیال نوم یاد نه کړ.
په دغه جرګه کې د سرپل استازی محمدحسن شریف بلخابی وایی چې محمدیوسف نیازی په سمه توګه خپله دنده نه ده تر سره کړې .
دى وایی ، ځینې هغه کسان چې ډېر وروسته یې د حج لپاره نومونه ثبت کړی و، خو په وزارت کې یې پېژندګلوی لرله ، تر نورو کسانو مخکې سعودی ته ولېږل شول.
په دغه جرګه کې د غزنی استازی محمدعارف رحمانی وویل ، چې له سعودی عربستان څخه یو شمېر هغو کسانو چې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره دې هېواد ته تللی،له ده سره اړیکه نیولې او ویلی یې دی ، چې د هستوګنې ځایونه یې له حرم شریف څخه لرې نیول شوی دی .
دى د یادو کسانو له خولې وایی چې له دې امله هغوى له ډېرو ستونزو سره مخ دی .
رحمانی زیاتوی :((هلته زموږ حاجیان له ډیرو ستونزو سره مخ کیږی، بیا چې دلته راشی داسې ښکاری لکه له جنګ څخه چې راغلی وی .))
وروسته د و لسی جرګې ګڼ شمېر غړیو سره کارتونه د اعتراض په توګه پورته کړل او ویل یې، چې د ارشاد ، حج او اوقافو وزیر باید استیضاح شی .
د ولسی جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمی وویل ، چې د استیضاح لپاره باید له اساسی قانون سره سم عمل وشی .
د اساسی قانون په 92ماده کې راغلی ، چې ولسى جرګه د خپلو غړیو د لسمې برخې په وړاندیز کولى شی، له هر یوه وزیر څخه استیضاح وکړی.
د دې مادې له مخې،که وړاندې شوې توضیح د قناعت وړ نه وی، ولسی جرګه دعدم اعتماد د رایې موضوع څېړی.
دغه راز له دې مادې سره سم ، له وزیرڅخه د عدم اعتماد رایه باید صریح، مستقیمه او پر پخو دلایلو ولاړه وی او دغه رایه د ولسى جرګې د ټولو غړیو د رایو په اکثریت صادرېږی.
ابراهیمی وویل ، چې د محمدیوسف نیازی د استیضاح موضوع به د ولسی جرګې د رییسانو کمېټې ته وړاندې شی ، ترڅو په دې اړه تصمیم ونیسی.
خو د ارشاد ، حج او اوقافو وزیر محمد یوسف نیازی پژواک خبری اژانس ته وویل چې د ولسی جرګې غړی حق لری ، چې د وزیر د استیضاح په اړه تصمیم ونیسی .
هغه وویل چې دى د جرګې د غړیو د نیوکو ځواب ویلى شی .
نیازى وایی ،چې ددې وزارت له پلان سره سم ټول هغه 30 زره کسان ، چې د حج لپاره یې پیسې تحویل کړې وې ،په خپل نوبت سره سعودی ته لېږدول شوی او نن دا پروسه بشپړه شوه .
هغه د ولسی جرګې د غړیو د نیوکو په اړه زیاته کړه ، یو شمېر هغه کسان چې په وخت یې پیسې نه وې تحویل کړې ، د حج له پروسې څخه پاتې شوی دی .
خو ده د یادو کسانو شمېره څرګنده نه کړه .
دغه راز هغه وایی ، چې په سعودی کې د افغانانو د هستوګنې لپاره تر ټولو لرې نیول شوې ودانۍ او حرم شریف تر منځ نیم ساعت لاره ده .
د وزیر په وینا، سعودی ژمنه کړې ، چې سلو تنو نورو افغانانو ته هم د حج لپاره ویزې ورکړی .
دى وایی چې د سعودی له شرط سره سم به یاد شوی سل تنه د شهیدانو ورثه او معلولین وی .
د یادونې ده ، چې له افغانستان څخه سعودی عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو په موخه د تلونکیو کسانو د لېږد چارې، د تلې په 11مه پیل شوې وې.