د افغانستان، ترکیې او پاکستان تر منځ د پوځی تمرینونو او امنیتی همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول او د برهان الدین ربانی د وژنې د پېښې د څېړنې په موخه د افغانستان او پاکستان تر منځ د همکاریو د ګډ میکانیزم هوکړه وشوه.
د پوځی تمرینونو او امنیتی همکاریو یاد هوکړه لیکونه تېره ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې د یادو هېوادونو د کورنیو چارو د وزیرانو او لویو درستیزانو تر منځ لاسلیک شول.
د نوموړو هېوادونو د ولسمشرانو او نورو چارواکو ترمنځ د درې اړخېزو غونډو په پاى کې تېره شپه د یادو هېوادونو ولسمشرانو او چارواکو ګډې خبرې غونډې ته معلومات ورکړل.
په دې خبرې ناسته کې د هوکړه لیکونو پر جزئیاتو ډېرې خبرې ونه شوې، خو د افغانستان لوى درستیز ستر جنرال شېرمحمد کریمی تېره ورځ د درېیو واړو هېوادونو د لویو درستیزانو د غونډې په پاى کې وویل، چې په پوځی برخه کې د تجربو د شریکولو په موخه به په راتلونکی میلادی کال کې په ترکیه کې د درېیو واړو هېوادونو پوځیانو ته روزنیز پروګرامونه جوړ شی.
د ده په وینا، چې په ترکیه کې به افسران، بریدملان او سرتېری له تروریزم سره د مبارزې په برخه، بېړنیو حالاتو او په ښارونو کې د ځانګړو عملیاتو په برخه کې تمرینونه وکړی او د یو بل له تجربو به ګته پورته کړی.
د ترکیې ولسمشرعبدالله ګل په خبری ناسته کې یاد هوکړه لیکونه مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې په د تېرې ورځې په ناستو کې د پاکستان او افغانستان د چارواکو تر منځ، د افغانستان د سولې د عالی شورا د پخوانی مشر استاد برهان الدین ربانی د وژنې د پېښې د څېړنې او حقیقت موندنې په موخه د همکاریو پر یوه ګډ میکانیزم هم هوکړه شوې ده.
هغه وویل، چی د دغه میکانیزم د رامنځته کولو او د کاری چوکاټ د جوړولو په موخه به د بهرنیو چارو وزارتونو له خوا یو ګډ کمېسیون جوړ شی.
دى وایی، ترکیه هم ژمنه ده، چې د ربانی د وژل کېدو د پېښې په څېړنه کې همکاری وکړی.
استاد ربانی د وږی په 29مه د یوه ځانمرګې برید کوونکی له خوا په کابل کې ووژل شو.
افغان چارواکی وایی، داسې اسناد یې ترلاسه کړی او پاکستان ته یې سپارلی، چې پر ربانی برید د پاکستان په کوېټې ښار کې جوړ شوى و.
عبدالله ګل په افغانستان کې د ولسمشر حامد کرزی د ورور احمدولی کرزی او استاد برهان الدین ربانی وژل کېدل او په پاکستان کې د پاکستان د خلکو د ګوند د مشرې بېنطیربوټو وژنې ته په اشارې وویل، چې افغانستان او پاکستان دواړه له ترهګرۍ زیانمن شوی هېوادونه دی.
هغه ترهګری د سیمې د هېوادونو د سولې او ثبات پر وړاندې یوه ستره ننګونه وبلله او ویې ویل، اړینه ده، چې د سیمې هېوادونه په رښتینولۍ سره په دې برخه کې کار وکړی.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په یاده خبری ناسته کې وویل، چې په افغانستان کې د ربانی وژنه له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې او په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان ګډې هڅې نږدې په ټپه درولې دی.
خو هغه زیاته کړه، چې د ترکیې په نوښت درې اړخیزې غونډې د دغو ګډو هڅو د بیا پیل تمه پیدا کړې ده.
ده وویل، یواځې ریښتنې او دوستانه هڅې او همکارۍ، چې افغانستان یې له پاکستان څخه هیله لری، کولای شی، چې دا ډول هڅې بریالۍ کړی.
ولسمشر کرزی د ربانی د وژنې د پېښې د څېړنې په موخه د همکاریو د جوړېدونکی میکانیزم په اړه وویل، چی په دې اړه به د افغانستان او پاکستان استخباراتی ادارې پر جزئیاتو خبرې وکړی او اړوند ادارې به خپل کار ته دوام ورکړی.
کرزی له ترکیې مننه وکړه، چې د درې اړخیزې غونډې کوربه توب یې وکړ او د ترکیې ولسمشر او خلکو ته یې په دغه هېواد کې د زلزلې د قربانیو په اړه ډاډینه وړاندې کړه.
د پاکستان ولسمشر اصف على زرداری ترهګری د سیمې د سولې او ثبات لپاره یو ستر ګواښ وبلله او زیاته یې کړه، چې ترکیې د یو اسلامی هېواد په توګه ځکه د یادو ناستو کوربه توب وکړ، چې دغه ستونزې درک کولاى شی.
ده په یاده خبری ناسته کې، په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو د له منځه وړو او د امن راوستو لپاره د نړیوالې همکارۍ پراخېدل اړین وبلل.
زرداری په سیمه کې شته ستونزې ډېرې پېچلې وبللې او زیاته یې کړه، چې د ناتو ځواکونو په تېرو لسو کلونو کې دې ستونزې ته د حل لاره نه ده پیدا کړې.
د افغانستان ولسمشر د یوه لوړ پوړی دولتی پلاوی په مشرۍ د لړم په نهمه د افغانستان ترکیې او پاکستان د ولسمشرانو په غونډه او د استانبول د سیمه ییزو همکاریو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللى دى.
ټاکل شوې، چې د استانبول د سیمه ییزو همکاریو کنفرانس د سیمې او منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ د امنیت د ټینګښت په لاره کې د همکاریو د پراختیا لپاره د باور فضا د پیدا کېدو په موخه نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه نیمو بجو پیل شی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: