خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
عظیمی: اردو د لېږد د دوهم پړاو مسوولیت اخیستو لپاره چمتو ده

زمان تقریبی مطالعه: 5 دقیقه
د ملی دفاع وزارت اعلان وکړ چې ملی اردو دومره تجهیز شوې ده، چې کولى شی د امنیت لېږد د پروسې د دوهم پړاو مسوولیت په بریالیتوب سره په غاړه واخلی.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې تېره اونۍ د 17 ولایتونو نومونه، چې ټاکل شوې ده، د هغو د ځینو سیمو امنیتی مسوولیت کورنیو ځواکونو ته وسپارل شی، په ډاګه کړل.
دوهم پړاو په ډایکندی، نیمروز، پروان، سمنګان، سرپل، تخار او بلخ ولایتونو کې په بشپړه توګه ترسره کېږی؛ خو دغه پړاو د بدخشان، بادغیس، غزنی، هلمند، هرات، کابل، غور، لغمان، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو په مرکزونو او ځینو ولسوالیو کې ترسره کېږی.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلی دی، چې ښایی په دوهم پړاو کې شامل ځینو مرکزونو او ښارونو کې بدلون راشی.
ټاکل شوې ده د هغو سیمو وروستۍ نوملړ، چې د لېږد لړۍ به په کې ترسره شی، د ترکیې د استانبول په سیمه ییز کنفرانس کې، چې نن روان دى، د ولسمشر کرزی له خوا رسماً اعلان شی.
د ملی دفاع وزارت ویاند جنرال محمد ظاهر عظیمی نن (د لړم 11مه) د یوې خبری غونډې په ترڅ کې وویل، چې ملی اردو بشپړ چمتووالى لری، څو د امنیت لېږد د پروسې دوهم پړاو په غاړه واخلی او پاى ته یې ورسوی.
هغه زیاته کړه، هغوى ډاډه دی چې د ملی اردو او نورو افغان امنیتی ځواکونو وړتیا دې برید ته رسېدلې ده، چې کولى شی دوهم پړاو په بشپړه توګه ترسره کړی.
عظیمی وویل: ((د ملی اردو تجهیزات، چې دا مهال د هېواد کورنی امنیت اړتیا ته بسنه کوی، تقریباً بشپړ شوی دی او هغه وسلې او تجهیزات، چې د ملی اردو په واک کې دی، داسې تجهیزات دی، چې امریکایی ځواکونه هم ترې کار اخلی.))
د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه، چې د درنو وسلو په برخه کې اوس هم ځینې ستونزې شته، چې په عملیاتو کې د ناټو ځواکونو مرستې ته اړتیا لری.
هغه وویل چې افغانستان باید له 2014 کال وروسته، د هېواد له کورنی امنیت سربېره خپل بهرنى امنیت هم ټینګ کړی، چې په دې برخه کې باید له هوایی قوا، وسلو، هوایی مدافع او رادار له پلوه زیاته وسله او تجهیزات ولری.
د عظیمی په وینا، په هوایی برخه کې د ترانسپورت ستونزې تر یوه بریده هوارې شوې او له هېوادونو سره تړونونه شوی دی.
د هغه په وینا، ترانسپورتی، روزنیزې الوتکې او چورلکې هېواد ته د لېږدولو په حال کې دی؛ خو بسنه نه کوی او اوس هم مرستې ته اړتیا لری او په پلان کې ده، چې هوایی ځواک تر 2016 کال پورې بشپړ شی.
د ملی دفاع وزارت ویاند زیاته کړه، د هغو ولایتونو نومونه چې ټاکل شوې ده، د لېږد دوهم پړاو په کې پلى شی، له کره څېړنو وروسته ځانګړی شوی دی او د دې یو دلیل، چې ناامنه سیمې به په دې پړاو کې شاملې شی، دا ده چې امنیتی ځواکونه د دې سیمو د امنیت د ټینګښت وړتیا لری.
دا په داسې حال ده، چې په ولسی جرګه کې د کندهار د خلکو استازی خالد پښتون د لړم په لسمه د یوې خبری غونډې په ترڅ کې وویل، چې کندهار دا مهال له ګڼو امنیتی ستونزو سره مخ دى او په کار ده، چې امنیتی مسوولیتونه لږ ترلږه تر دوو کلونو پورې افغان ځواکونو ته ونه سپارل شی.
پښتون، چې د ولسی جرګې لومړى مرستیال هم دى، زیاته کړه، چې د کندهار امنیتی چارواکو دولت او نړیوالې ټولنې ته ویلی دی، چې هغوى د امنیتی مسوولیت اخیستو ته چمتو دی، په داسې حال کې چې دا یوه تېروتنه ده.
خو عظیمی زیاته کړه: ((زه د دوستانو نظر ته درناوى لرم او که چېرې د دولتی او غیر دولتی نهادونو له خوا نظریات وړاندې شی، زموږ لپاره ډېر مهم دی، څو د هغوى نظریات ولرو او که چېرې په نظریاتو کې مثبت اړخ موجود وو، کولى شو له هغو کار واخلو.))
تېره اونۍ د 17 ولایتونو والیانو د امنیتی مسوولیت د اخیستو لپاره خپل چمتووالى په ډاګه کړ؛ خو غوښتنه یې کړې وه، چې په کار ده افغان ځواکونه د بشری ځواک او امکاناتو له پلوه تجهیز شی.
د ملی دفاع وزارت ویاند وویل: ((ترهګر او د هغوى ملاتړې کړۍ فکر کوی، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې له اوږده حضور نه ستومانه شوی دی، عمومی افکارو او د نړۍ اقتصادی شرایطو د نړیوال حضور دوام غیر موجه کړى او له 2014 کال وروسته به د مخالفینو د فعالیتونو لپاره د افغانستان وضعیت کې بدلون راشی او مساعد به شی.))
خو هغه وویل چې دا تصور بې ځایه دى، ځکه چې ملی اردو او نور امنیتی ځواکونه به تر هغه وخته داسې وړتیا ته ورسېږی، څو وکړاى شی په بشپړه وړتیا د سراسری امنیت مسوولیت په غاړه واخلی.
عظیمی زیاته کړه، چې 2014 کال د بهرنیو ځواکونو د امنیتی مسوولیتونو د لېږد پاى دى، نه په افغانستان کې د هغوى د حضور پاى؛ هغه مهال به د نړیوالو ځواکونو ونډه د جګړې په میدان کې له فزیکی کړنې نه د ملاتړی او لوژستیکی ونډې ته بدل شی.
د یادونې وړ ده، چې د امنیتی مسوولیتونو د لېږد پروسې لومړى پړاو د روان کال د چنګاښ په 26مه، له بامیان ولایت نه پیل شو او وروسته په پنجشېر، له سروبی ولسوالۍ پرته په کابل او مهترلام، لښکرګاه، هرات او مزار شریف ښارونو کې ترسره شو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.