خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د ماین چاودنې اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
په یوه جیپ موټر د سړک د غاړې ماین د چاودنې له امله اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
د سرپل د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال جهانګر خان نن (د لړم په 14مه ) پژواک اژانس ته وویل په دغه موټر کې سپاره کسان هغه مهال د ماین له چاودنې سره مخ شول ، چې غوښتل یې تېره ورځ مازیګر ددغه ولایت له مرکز څخه د صیاد ولسوالۍ پرلور لاړ شی .
ده زیاته کړه چې په دې چاودنه کې پنځه تنه وژل شوی او درې نور ټپیان دی ، چې په وژل شویو کسانو کې دوه ښځې ، دوه سړی او یو ماشوم شامل دی .
د نوموړی په خبره چې ټپیان ددغه ولایت روغتون ته لېږدول شوی ، چې ددغه روغتون د ډاکټرانو د معلوماتو په اساس د یوتن ټپی روغتیایی حالت نازک ښودل شوى دى .
د صیاد ولسوال سید امیر حسین سجادی دغه پېښه تایید کړه او ویې ویل یاد شوی کسان د اختر د جامو او میوې په موخه د ولایت مرکز ته تللی وو.
هغه ددولت له وسلوالو مخالفینو څخه وغوښتل چې خلک دې پریږدی ، چې د امن په فضا کې ژوند وکړی .
تراوسه پورې ددغې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخیستى .
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږی ، چې د وسلوالو طالبانو مشر ملا حمد عمر د اختریز پیغام په ترڅ کې له خپلو وسلوالو غوښتی ، چې د عامو وګړیو سر او مال ته جدی پاملرنه وکړی او که څوک په کې ښکیل وبلل شی ، نو د شریعت په رڼا کې به ورته سزا ورکړل شی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.