خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/14 0:0کد خبر: 7403

مسلمانانو د حج رکن اعظم پر ځای کړ

مسلمانانو د حج رکن اعظم پر ځای کړ - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د نړۍ له بیلا بیلو سیمو څخه سلګونه زره مسلمانانو د اسلام د پنخم رکن حج اعظم رکن (وقوف عرفه) فریضه ادا کړل. مسلمانانو تیره شپه له مکې مکرمې څخه منا ته تللی وو او نن له غرمې مخکې د عرفات غونډۍ ته راټول شول او دالله په دربار کې یې دمغفرت دعاګانې وکړې. دوی د غرمې او مازیګر مونځ په ګډه دعرفات د نمرې په جومات کې ادا کړل او له هغې وروسته د مزدلفې په لوری وخوځیدل ، هلته به د ماښام او مازیګر لمونځ کوی د شنه اسمان لاندې به شپه تیروی او سبا به جمره عقبه ترسره کوی، بیا به قربانی کول او له هغې وروسته به حلق ترسره کوی. د عرفات د نمرې په جومات کې د حج په خطبه کې امام او د سعودی مفتی اعظم شیخ عبدالعزیز آل شیخ مسلمانانو ته پخپله وینا کې هغوی ښو کارونو ته راوبلل او له بدو کارونو یې څخه یې دځان ژغورنې ته راوبلل. هغه زیاته کړه، څوک چې په ځمکه کې فساد خوروی، هغوی لپاره خدای ج سخته سزا اعلان کړې او هیڅوک حق نه لری چې د چا وینه په ناحقه تویه کړی. سږ کال دافغانستان د 30 زرو حاجیانو په ګډون له ټولې نړې څخه نږدې دوه میلیونه مسلمانان د حج فریضې ادا کولو په موخه مکې مکرمې ته تللی دی. د جمال احمد کاکړ په نامه یوه افغان چې د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودی ته تللی، د ټیلیفون په لیکه پژواک ته اژانس ته وویل چې نن د حج د لوی رکن وقوف عرفات په ښه توګه ترسره شو او دوی له کومې ستونزې سره نه دی مخ شوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.