خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/14 0:0کد خبر: 7404

د حج په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام پېغام

د حج په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام پېغام  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 9 دقیقه

بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله رب العالمین و صلوات الله و تحیاته علی سید الانام محمد المصطفی آله الطیبین و صحبه المنتجبین دا دی د حج پسرلی ، له خدایی برم ، پرتم او معنوی مینې او تاندوالی سره رارسیدلی او مومن او لېواله زړونه د توحید او یووالی تر کعبې د بوراګانو په شان تاویږی. مکه ، منا، مشعر او عرفات دهغو نېکمرغه انسانانو منزل دی چې د « وا ذن فی الناس بالحج» غږ ته یې لبیک ویلی او د غفور او کریم خدای په مېلمستیا سرلوړې شوې دی. دا هماغه مبارکه خونه او دهدایت چورلیز دی چې د الهی بیناتو وړانګې ترې خپریږی او د ټولو په سر یې د امان سیوری غوړولی دی. زړونه د مینې ، ذکر او خشوع په زمزم ووینځئ؛ د باطن سترګې د حق په روښانه ایتونو پرانېزئ ؛ اخلاص او تسلیم ته چې د حقیقی بندګۍ نښه ده مخه کړئ: دهغه پلار یاد چې په طوع او تسلیم سره یې خپل اسماعیل قربانګاه ته بوته بیا بیا په زړونو کې ژوندئ کړئ، او په دې توګه هغه ښکاره او روښانه لاره چې د جلیل خدای دوستۍ ته د رسېدلو لپاره یې مونږ ته پرانستې ده وپېژنئ او ورباندې تګ یې خپل مومنانه همت او رښتینی نیت ته وسپارئ. مقام ابراهیم له هماغه روښانه دلیلونو یو مقام دی، د کعبې شریفې په څنګ کې د ابراهیم علیه السلام د پښو پل د مقام ابراهیم یوازینی سمبول دی. مقام ابراهیم د هغه د اخلاص او سرښندنې مقام دی، د نفسانی غوښتنو ، پلرنۍ مینې او د کفر و شرک د سلطې او د نمرود د واکوالۍ په وړاندې د درېدلو مقام دی. د ژغورنې دغه دواړه لارې دا دی نن د اسلامی امت هر وګړی ته پرانستې دی، د هر یو همت او مېړانه او کلک هوډ مونږ هغو هدفونو ته رسولی شی چې له آدمه تر خاتمه د الهی رسالت استازو انسان وربللی او لارویانو ته یې په دنیا او اخرت کې د عزت او سعادت وعده ورکړې ده. د اسلامی امت په دغه پریمانه شتون کې ښایی چې حجیان د اسلامی نړۍ پر ډېرو مهمو مسایلو غور وکړی. نن سبا تر ټولو لویه مسئله په ځینو مهمو اسلامی هیوادونو کې پاڅون او انقلاب دی . د تېر او سږ کال د حجونو په مینځ کې په اسلامی نړۍ کې ځېنې پېښې شوې دی چې د اسلامی امت برخلیک بدلولی، او د ځلانده عزتمن او دمادی او معنوی پرمختګ راتلونکی ډالۍ کولی شی. په مصر ، تیونس او لیبیا کې دېکتاتور ، فاسد او پییلی طاغوتان د قدرت له ګدۍ نسکور شوې او په ځېنو نورو هیوادونو کې د ولسی پاڅون څپانده څپې د زور او زر ماڼۍ ورانۍ او تباهۍ ګواښی. زمونږ د امت دا نوې پاڼه ځېنې حقایق په ګوته کوی چې ټول د خدای له نښو او بیناتو څخه دی او مونږ ته د ژوند درس راکوی د مسلمانو ولسونو په ټولو محاسبو کې باید دغو حقایقو ته پام وشی. لومړی دا چې نن د هغو ولسونو له زړه چې په لسګونو کاله د پردیو تر سیاسی ولکې لاندې وو، داسې ځوان نسل سر راپورته کړی چې په ځان په ښه باور سره خطرو ته غاړه غړۍ شوې او له واکمنو طاقتونو سره ډغرې ته پاڅېدلې او د حالت بدلولو ته یې ملا تړلې ده. بل دا چې په دغو هیوادونو کې د واکمنو سیکولرانو له واکمنۍ او د دین د ختمولو لپاره دهغوی له پټو او ښکاره هڅو سره سره ، اسلام پر اوڅاره او برمناک شتون سره د زړونو او ژبو لارښوونکی او د میلیونونو انسانانو په وینا او عمل کې د خوټېدونکې چینې په شان دهغوی غونډو او هڅو ته ژوند او تاندوالی بخښلی دی. دهغوی تکبیرونه، مصلاګانې، او اسلامی شعارونه د دغه حقیقت ښکاره نښه او د تیونس وروستی انتخابات د دغه ادعا غوڅ دلیل دی. بې له شکه په هر بل اسلامی هیواد کې دآزادو انتخاباتو نتیجه به هم هماغه وی چې د تیونس د انتخاباتو وه. بل حقیقت دا چې د دغه یوه کال په پېښو کې ټولو ته څرګنده شوه چې عزتمن او قدرتمن خدای د ولسونو په هوډ او اراده کې داسې طاقت ایښی دی چې هیڅ بل طاقت ورته د ټینیګیدو نه دی ولسونه په دغه خدای ورکړی طاقت سره خپل برخلیکونه بدلولی او له الهی مرستې برخمنېدلی شی. بل دا چې د امریکا په مشرۍ کبرجنو دولتونو چې په تېرو لسګونو کلونو کې یې په سیاسی او امنیتی چلولونو سره د سیمې ولسونه دځان تابع کړې او په خپل خیال یې د نړۍ په دغه حساسه سیمه د ډېرنده سیاسی ، اقتصادی او کلتوری ولکې لپاره هواره لاره جوړه کړې وه، نن د دغه سیمې د ولسونو د کرکې او ویزارۍ لومړۍ نښه ګرځېدلې دی. ډاډه اوسئ چې د دغو انقلابونو له زړه راوتلې حکومتونه به هیڅکله پخوانیو سپکوونکو معادلو ته غاړه کې نه ږدی او د دغه سیمې سیاسی جغرافیا به د هغوی د بشپړه خپلواکۍ او عزت په لیکو برابره شی. بل حقیقت دا دی چې د دغه سیمو خلکو ته د لویدیځو قدرتونو منافقه او څورنګه څېره ښکاره شوه . په مصر ، تیونس او لیبیا کې امریکا او اروپا په یوه ډول تر خپله وسه هڅه وکړه خپلې مهرې وساتی خو کله چې د ولسونو هوډ د هغوی پر غوښتنه بریالی شو نو بریالیو ولسونو ته یې په خولې د دوستۍ غولوونکې مسکا خپره کړه. په دې سیمه کې د ورستی یو کال په پېښو کې موجود قیمتی حقایق او الهی بینات تر دې ډېر زیات دی او د فکر د خاوندانو لپاره پرې پوهېدل ګران کار نه دی. خو له دغو ټولو واقعیتونو سره سره نن ټول اسلامی امت په تېره بیا پاڅېدلې ولسونه دوو بنیادی توکو ته اړتیا لری. لومړی: د پاڅون او درېدا دوام او د کلک هوډ له سستېدو ډډه کول دی . په قرآن مجید کې خدای تعالی خپل لوی پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم ته داسې فرمایی:« فاستقم کما امرت و من تاب معک و لا تطغوا» او « فلذلک فادع و استقم کما امرت » او همداراز د حضرت موسی علیه السلام له خولې:« وقال موسی لقومه استعینوا بالله واصبرو، ان الارض لله یورثها من یشاء من عباده و العاقبة للمتقین» په دغه پړاو کې د پاڅېدلو ولسونو لپاره د تقوا لوی مصداق دا دی چې خپل مبارک خوځښت ونه دروی او ځانونه د دغه مهال په لاسته راوړو بریاوو مشغول نه کړی. دا د هغه تقوا مهمه برخه ده چې لرونکو ته یې د «ښه انجام» زېری ورکړل شوی دی. دوهم: د نړېوالو مستکبرانو او هغو قدرتونو چې له دغو انقلابونو او پاڅونونو تاوان وررسېدلی د حیلو او چلولونو په وړاندې هوشیاری او بېداری. هغوی بې کاره نه کیښینی او په خپل ټول سیاسی ، امنیتی او مالی زور سره په دغو هیوادونو کې د بیا نفود او قدرت د ټینګولو لپاره ډګر ته راځی. د هغوی وسیلې، تمه ، ګواښ او غولونه ده . تجربو ښودلې ده چې په خواصو کې داسې کسان شته دی چې دا وسیلې او اوزار پکې خپل کار کوی او وېره، تمه یا غفلت هغوی دانسته یا نادانسته د دښمن په خدمت کې راولی، د ځوانانو روڼ اندو او دینی عالمانو ویښې سترګې باید دې مسئلې ته ډېرې ځیرې اوسی. تر ټولو لویه خطره ، په دغو هیوادونو کې د نوی سیاسی نظام او حکومت په جوړښټ کې د کفر او استکبار د جبهې د خالت او اغیز شیندل دی. دوی به خپل ټول وس وکاروی چې نوی نظامونه اسلامی او ولسی څېره خپله نه کړی. نو د دغو هیوادونو ټول زړه سواندی او هغه کسان چې د خپل هیواد عزت ، کرامت او پرمختګ ته هیله من دی باید هڅه وکړی چې د نوی نظام اسلامیت او ولسی توب په بشپړه او ښه ډول وساتل شی. په دې مینځ کې د اساسی قانون رول ډېر مهم دی. ملی یووالی او د نورو مذهبی ، قبیله ای او توکمی جوړښتونو په رسمیت پېژندل د راتلونکې د کامیابیو شرط دی. په مصر ، لیبیا او تیونس کې پاڅېدلې او میړنی ولسونه او نور ویښ او مبارز ولسونه دې پوه شی چې د امریکا او د لویدیځ د نورو مستکبرانو له ظلم او چله د هغوی د ژغورنې یوازینۍ لاره دا ده چې په نړۍ کې د طاقت انډول د دوی په ګټه برابر شی. مسلمانان که غواړی چې له نړۍ خوورو سره خپل مشکلات سم حل کړی باید ځانونه د نړۍ د ستر قدرت تر بریده پیاوړې کړی او دا کار یوازې او یوازې د اسلامی هیوادونو په ملګرتیا ، یو والی او یو زړه والی لاسته راتللی شی. دا د امام خمینی نه هېرېدونکی وصیت دی . امریکا او ناټو د خبیث او دیکتاتور قذافی په پلمه په میاشتو میاشتو د لیبیا په خلکو بمباری وکړه . او قذافی هماغه کس و چې د لیبیا د ولس له میړنی پاڅونه مخکې دهغوی نزدې دوست او ملګری ګڼل کېده . د هغه به یې تود هرکلی کاوه او دهغه په لاس به یې د لیبیا شتمنی لوټله، او د هغه د غولولو او احمقولو لپاره به یې لاسونه ورښکلول. د ولس له پاڅونه وروسته یې هم هغه پلمه وګرځاوه او د لیبیا ټول بنیادی تاسیسات یې وران کړل . کوم یو هیواد د ناټو له خوا د لیبیا د خلکو د وژلې د غمیزې او د دغه هیواد د ورانۍ مخه ونیوی شوه.؟ چې د لویدیځ د وحشی او خونخوارو قدرتونو غاښونه مات نه شی. د اسلامی نړۍ لپاره دغه ډول خطرې هر وخت پېښېدلی شی او له هغو د ژغورل کېدو یوازینۍ لاره دا ده چې په اسلامی نړۍ کې یو قدرتمن قطب جوړ شی. لویدیځ امریکا او صهیونزم نن تر بل هر وخته زیات کمزورې دی . اقتصادی ستونزې، په افغانستان او عراق کې پرله پسې ماتې، په امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو کې ژور ولسی اعتراضونه چې لمن یې ورځ په روځ غځیږی، د فلسطین او لبنان د خلکو سرښیندنې، په یمن بحرین او د امریکا تر نفوذ لاندې په ځینو نورو هیوادونو کې د خلکو میړنی پاڅونونه دا ټول او ټول د اسلامی امت په تېره بیا د نویو انقلابی هیوادونو لپاره د لویو زېرو لرونکی دی . په ټولې اسلامی نړۍ په تېره بیا په مصر ، تیونس او لیبیا کې مومن سړی او ښځې باید له دغه فرصته د نړیوال اسلامی قدرت د جوړولو لپاره ډېره استفاده وکړی . د غورځنګونو مخ کښان او خواص دې په لوی خدای توکل او په الهی وعدې باور وکړی او د اسلامی امت د تاریخ دا نوې پرانستل شوې پاڼه دې په خپلو پاتېدونکو ویاړونو سره ښکلې کړی چې د خدای د رضا سبب او دهغه د مرستې زمینه جوړوونکې ده . والسلام علی عباد الله الصالحین سید علی حسینی خامنه ای د 1390 کال د لړم 5، د 1432 کال د ذی قعدې 29
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.