خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/15 0:0کد خبر: 7415

ولسمشر کرزی د لوی اختر لمونځ د ارګ په جومات کې ادا کړ

ولسمشر کرزی د لوی اختر لمونځ د ارګ په جومات کې ادا کړ - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ولسمشر حامدکرزی نن(دلړم15مه)سهارمهال د تشریفاتوګارد له معاینې وروسته د نیکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې اداکړ . د نیکمرغه لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې ، چې د ارګ د جامع جومات د امام په امامت ادا شو،د جمهوری ریاست لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، قاضی القضات او د سترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظیمی،دولسی جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمی،استاد عبدالرب رسول سیاف، د کابینې او ملی شورا ځینو غړیو، جهادی مشرانو ، د کابل ښار مخورو، په کابل کې د اسلامی هیوادونو ځینو سفیرانو او د وسلوال پوځ یو شمېر جنرالانو او جګپوړو افسرانو برخه درلوده . ولسمشرحامدکرزی د نیکمرغه لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته، له لمونځ کوونکیو سره روغبړ وکړ او هغوى ته یې د نیکمرغه لوى اختر مبارکی وویله. ولسمشربیا له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان خلکو او د نړۍ مسلمه امت ته د لوی اختر مبارکی وویله او هیله یې وکړه چې د نیکمرغه لوی اختر په برکت دې لوی خدای د افغانستان او پاکستان خلکو ته تل پاتې سوله او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دې له سوکالۍ څخه ډک ژوند په نصیب او له موجودو ستونزو او کړاوونو څخه دې، لوی خدای هغوی ژر تر ژره خلاص کړی . حامدکرزی هیله وکړه چې لوی خدای دې دافغانستان د ټولو وژل شویو کسانو په ځانګړې توګه د سولې د عالی شورا د رییس پروفیسور استاد برهان الدین ربانی د وژل کېدو په برکت په افغانستان کې تل پاتې سوله ټینګه او افغانان دې خدای هغې هیلې ته ورسوی ، چې د سولې په اړه استاد ربانی یې آرزو لرله. دا په داسې حال کې ده،چې ولسمشرکرزی به له دې مخکې د ورته ورځو په ترڅ کې پر مخالفینو د سولې له بهیر سره د یوځاى کېدو غږ کاوه ، خو دا ځل داسې کومه خبره ونه کړه .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.