خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ولسمشر کرزی د لوی اختر لمونځ د ارګ په جومات کې ادا کړ

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
ولسمشر حامدکرزی نن(دلړم15مه)سهارمهال د تشریفاتوګارد له معاینې وروسته د نیکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې اداکړ .
د نیکمرغه لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې ، چې د ارګ د جامع جومات د امام په امامت ادا شو،د جمهوری ریاست لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، قاضی القضات او د سترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظیمی،دولسی جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمی،استاد عبدالرب رسول سیاف، د کابینې او ملی شورا ځینو غړیو، جهادی مشرانو ، د کابل ښار مخورو، په کابل کې د اسلامی هیوادونو ځینو سفیرانو او د وسلوال پوځ یو شمېر جنرالانو او جګپوړو افسرانو برخه درلوده .
ولسمشرحامدکرزی د نیکمرغه لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته، له لمونځ کوونکیو سره روغبړ وکړ او هغوى ته یې د نیکمرغه لوى اختر مبارکی وویله.
ولسمشربیا له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان خلکو او د نړۍ مسلمه امت ته د لوی اختر مبارکی وویله او هیله یې وکړه چې د نیکمرغه لوی اختر په برکت دې لوی خدای د افغانستان او پاکستان خلکو ته تل پاتې سوله او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دې له سوکالۍ څخه ډک ژوند په نصیب او له موجودو ستونزو او کړاوونو څخه دې، لوی خدای هغوی ژر تر ژره خلاص کړی .
حامدکرزی هیله وکړه چې لوی خدای دې دافغانستان د ټولو وژل شویو کسانو په ځانګړې توګه د سولې د عالی شورا د رییس پروفیسور استاد برهان الدین ربانی د وژل کېدو په برکت په افغانستان کې تل پاتې سوله ټینګه او افغانان دې خدای هغې هیلې ته ورسوی ، چې د سولې په اړه استاد ربانی یې آرزو لرله.
دا په داسې حال کې ده،چې ولسمشرکرزی به له دې مخکې د ورته ورځو په ترڅ کې پر مخالفینو د سولې له بهیر سره د یوځاى کېدو غږ کاوه ، خو دا ځل داسې کومه خبره ونه کړه .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.