خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/15 0:0کد خبر: 7416

د بغلان په ځانمرګی برید کې 7تنه وژل شوی او 17نور ټپیان دی

د بغلان په ځانمرګی برید کې 7تنه وژل شوی او 17نور ټپیان دی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د کورنیو چارو وزارت وایی چې د بغلان ولایت په نننی ځانمرګی برید کې د یوه افسر په ګډون اوه پولیس وژل شوی او 17تنه نور ټپیان دی ، خو د پېښې عینی شاهدان د مرګ ژوبلې شمېره زیاته بولی. ددغه وزارت مطبوعاتی دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی ، چې دغه برید نن سهار 9بجې د اختر لمانځه پرمهال د بغلان د قشلان سیمې د حسن تال په کلی پر لمونځ کوونکیو وشو . سرچینه وایی چې ځانمرګی د لمونځ کوونکیو په منځ کې ځان والوځاوه ، چې په پایله کې یې د د بغلان د امنیه قوماندانۍ د پولیسو دیوه افسر عبدل په ګډون اوه تنه ووژل او 17نور یې ټپیان کړل . خبرپاڼه زیاتوی چې دویم تن مخکې له دې چې ځان ته چاودنه ورکړی د پولیسو له خوا لومړى ټپی او بیا ووژل شو . منبع وایی څېړنې ښیی چې دا دواړه بریدکوونکی په طالبانو پورې اړوند و . د مرکزی بغلان ولسوالۍ د بشربالا سیمې اوسېدونکى او د پېښې عینی شاهد قدرت الله چې دوه زامن یې هم په دغې پېښې کې له لاسه ورکړی وایی چې شاوخوا 17 تنه وژل او 30 زیات ټپیان دی . ده په داسې حال کې له پژواک سره خبرې کولې چې د پېښې د مړو او ټپیانو په وینو یې جامې سرې وې . هغه وویل چې په دغه پېښه کې یې د قاری عبدالبصیر په نامه 17کلن او د قاری خال محمد په نامه 20کلن زوى وژل شوی دی . د قدرت په خبره، چې په دغه برید کې قوماندان عبدل ، د هغه یو سرګروپ رحمت الله او دوه ساتوونکی څو نورو ملکی کسانو سره وژل شوی دی . ده وویل چې برید هغه مهال وشو ، چې خلکو د اختر لمونځ کړى و او دیوه کلیوال د جنازې لمانځه ته منتظر و . د پژواک اژانس خبریال چې د پېښې ځاى له نږدې لیدلى وایی چې برید د جومات مخ ته په هغه ځاى کې شوى ، چې خلکو غوښتل د جنازې لمونځ ادا کړی . دده په خبره ، چې ټول وژل شوی او ټپیان د پلخمری او مرکزی بغلان روغتونونو ته لېږدول شوی دی . وسلوالو طالبانو ددغه برید مسوولیت پرغاړه اخیستى دى . طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک ته وویل چې په دغه برید کې د پولیسو یوه لوړرتبه قوماندان ( عبدل افغان کش ) وژل شوى دى . نوموړى وایی چې برید نن سهار 9 بجې ددوى د یوتن ملګری هغه مهال د مرکزی بغلان ولسوالۍ سنګتال په سیمه کې وشو چې یاد قوماندان دخپلی مهمانخانې پر لورروان و . دده په وینا، چې په دغه برید کې دوه نور قوماندانان ( قوماندان بریال اوقوماندان عبدالرحیم ) چې له یوه ځاى څخه عبدل ته راغلی و ، هم وژل شوی او یو شمېر پولیس ټپیان دی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.