خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/18 0:0کد خبر: 7450

د حج په مراسمو کې 13 افغان حاجیان مړه او 16 نور ټپی شوی دی

 د حج په مراسمو کې 13 افغان حاجیان مړه او 16 نور ټپی شوی دی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د حج په مراسمو کې 13 افغان حاجیان وفات او 16 نور ټپیان شوی او ټاکل شوې، چې هېواد ته د افغان حاجیانو د راتلو لړۍ د راتلونکې جمعې په شپه پیل شی.دغه څرګندونې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او اداری مرستیال ډاکتر داعی الحق عابد د لړم په 18مه، په کابل کې خبریالانو ته وکړې. ده وویل، چې یاده مرګ ژوبله د ناروغیو او ترافیکی پېښو له امله رامنځته شوې ده. سیدمحمد د رحمت الله زوى د کندوز ولایت اوسېدونکى، بی بی هوا د جوانمرد لور د بغلان اوسېدونکې، محمدنادر د امیرخان زوى د میدان وردګو اوسېدونکى، نجیب الله د رحمت الله زوى د نورستان اوسېدونکى، خیرمحمد د محمدقربان زوى د غزنی اوسېدونکى، عبدالمجید د عبدالرووف زوى د بلخ اوسېدونکى، محمدنعیم د محمدامین زوى د کابل اوسېدونکى، محمدشاه د امیرشاه زوى د پکتیکا اوسېدونکى، عبدالرزاق د عبدالله زوى د کندهار اوسېدونکى، حسام الدین د بهاوالدین زوى د ننګرهار اوسېدونکى، بی بی هوا د سیدمحمد لور د فراه اوسېدونکې، عبدالرحیم د خیرمحمد زوى د کندهار اوسېدونکى او سلطان محمد د نورستان ولایت اوسېدونکى په وفات شویو کسانو کې شامل دی. نوموړی د ټپیانو نومونه یاد نه کړل، خو د هغوى روغتیایی حالت یې ښه وباله. تېر کال د حج په مراسمو کې 29 افغان حاجیان د ناروغیو او ترافیکی پېښو له امله مړه او 9 نور ټپیان شوی وو. دغه راز عابد په نننۍ خبری ناسته کې وویل، چې له سعودی عربستان څخه به هېواد ته د افغان حاجیانو د راستنېدو لومړۍ الوتنه د راتلونکې جمعې پر شپه ترسره شی. نوموړی وویل، تمه ده چې د حاجیانو د راستنېدو دغه لړۍ له 25 ورځو تر یوې میاشتې بشپړه شی. د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال له افغانستان څخه د حج د فریضې د ادا کولو لپاره 30 زره او 55 تنه سعودی عربستان ته تللی او دغه هېواد ته د لېږد لړۍ یې د تلې په 11مه پیل شوې وه. عابد په یاده خبری ناسته کې دا هم وویل، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ځینې کسان د حج د مراسمو په پلمه د کیسه بورۍ (غلا) لپاره سعودی عربستان ته ځی، چې سږ کال د حج په مراسمو کې د نورو هېوادونو د اتباعو ترڅنګ 11 افغانان هم په همدغه تور نیول شوی دی. هغه وویل، چې د یادو 11تنو برخلیک به د سعودی حکومت ټاکی. د سرچینې د څرګندونو له مخې، تېر کال هم د حج په مراسمو کې په همدغه تور 45 افغانان نیول شوی وو، چې دغه مهال د سعودی عربستان په زندانونو کې پراته دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.