خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/18 0:0کد خبر: 7452

د شاوخوا 65 وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

د شاوخوا 65 وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د پکتیکا چارواکی ادعا کوی، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې شاوخوا 65 وسلوال طالبان وژل شوی دی. د یاد ولایت د مطبوعاتی دفتر مسوول مخلص افغان نن (د لړم 18مه) پژواک خبری اژانس ته وویل، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د برمل ولسوالۍ د مرغه په سیمه کې د ایساف او افغان ځواکونو پر پوځی اډې برید وکړ. مرغه، د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند کرښې ته څېرمه سیمه ده. مخلص افغان وایی، چې دغه برید د شاوخوا سلو وسلوالو طالبانو له خوا تر سره شوى، خو د ګډو ځواکونو په ځوابی برید کې له 60 تر 70 طالبان وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان دی. د افغان په وینا، په دې نښته کې ملکی خلکو، افغان او بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. په کابل کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتی دفتر پژواک خبری اژانس ته وویل، چې ګڼ شمېر وسلوالو طالبانو په برمل ولسوالۍ کې د ایساف پر یوه مرکز برید وکړ. سرچینه زیاتوی، چې په دغه برید کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوى او د ایساف په ځوابی برید کې، چې هوایی ځواک هم ورسره مل و، ګن شمېر وسلوال وژل شوی او برید پر شا تمبول شوى دى. سرچینې زیاته کړه، چې په دغه برید کې دوه هغه ودانۍ هم ویجاړې شوې، چې وسلوالو به ترې کار اخیست. ایساف ځواکونه وایی، چې په یاد برید کې د ایساف او ملکی وګړو د مرګ ژوبلې راپور نه دى ورکړل شوى. د یادې پېښې په اړه وسلوالو طالبانو تر اوسه څه نه دی ویلی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.