خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ولسمشر حامد کرزى مالدیف ته ولاړ

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
ولسمشر حامد کرزى نن له غرمې مخکې د یوه لوړپوړې پلاوی په مشرۍ د سوېلی اسیا د هېوادونو د همکارۍ سازمان (سارک) په اولسمه سرمشریزه غونډه کې د ګدون په موخه د مالدیف جمهوریت ته ستون شو.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ په راغلې خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر حامد کرزى به سبا (پنجشنبې) د سارک سازمان په سرمشریزه غونډه کې د اسیا په سوېل کې د سیاسی، اقتصادی، فرهنګی او ټولنیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو او همدارنګه د سوېلی اسیا د هېوادونو تر منځ د امنیتی همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړی.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغه سفر په ترڅ کې به ولسمشر د مالدیف له ولسمشر محمد نشید او د ځینو نورو هېوادونو له مشرانو سره دوه اړخیزې لیدنې کتنې ولری او له هغو سره به د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او همدارنګه د سارک سازمان په چوکاټ کې د همکاریو په اړه خبرې وکړی.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلی، چې له ولسمشر حامد کرزى سره مالدیف ته په دغه سفر او د سارک په سرمشریزه کې د ګډون لپاره، د بهرنیو چارو وزیر زلمى رسول او د ملی امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا ملګری دی.
د سوېلی اسیا د همکاریو سازمان، چى د (سارک) په نوم یادیږی، د سوېلی اسیا د خلکو د سوکالۍ او د ژوند د ښه والی لپاره د همکاریو د کچې د لوړتیا په موخه په 1985 زېږدیز کال کې جوړ شو.
په دغه سازمان کې اته هېوادونه: هند، پاکستان، بنگلدېش، سریلانکا، بوتان، مالدیف، نیپال او افغانستان غړیتوب لری.
افغانستان په 2007 زېږدیز کال کې د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.
د سارک سازمان په غړو هېوادونو کې تر یو میلیارد او څلورسوه میلیونه زیات وګړی ژوند کوی او نهه نور سازمانونه اوهېوادونه لکه: ایران، چین، جاپان، جنوبی کوریا، میانمار، استرالیا، موریشس، امریکا او اروپایی اتحادیه په کې د ناظرینو په توګه ګډون لری.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.