خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/18 0:0کد خبر: 7453

ولسمشر حامد کرزى مالدیف ته ولاړ

ولسمشر حامد کرزى مالدیف ته ولاړ - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ولسمشر حامد کرزى نن له غرمې مخکې د یوه لوړپوړې پلاوی په مشرۍ د سوېلی اسیا د هېوادونو د همکارۍ سازمان (سارک) په اولسمه سرمشریزه غونډه کې د ګدون په موخه د مالدیف جمهوریت ته ستون شو. د ولسمشرۍ له ماڼۍ په راغلې خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر حامد کرزى به سبا (پنجشنبې) د سارک سازمان په سرمشریزه غونډه کې د اسیا په سوېل کې د سیاسی، اقتصادی، فرهنګی او ټولنیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو او همدارنګه د سوېلی اسیا د هېوادونو تر منځ د امنیتی همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړی. سرچینې زیاته کړې، چې د دغه سفر په ترڅ کې به ولسمشر د مالدیف له ولسمشر محمد نشید او د ځینو نورو هېوادونو له مشرانو سره دوه اړخیزې لیدنې کتنې ولری او له هغو سره به د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او همدارنګه د سارک سازمان په چوکاټ کې د همکاریو په اړه خبرې وکړی. همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلی، چې له ولسمشر حامد کرزى سره مالدیف ته په دغه سفر او د سارک په سرمشریزه کې د ګډون لپاره، د بهرنیو چارو وزیر زلمى رسول او د ملی امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا ملګری دی. د سوېلی اسیا د همکاریو سازمان، چى د (سارک) په نوم یادیږی، د سوېلی اسیا د خلکو د سوکالۍ او د ژوند د ښه والی لپاره د همکاریو د کچې د لوړتیا په موخه په 1985 زېږدیز کال کې جوړ شو. په دغه سازمان کې اته هېوادونه: هند، پاکستان، بنگلدېش، سریلانکا، بوتان، مالدیف، نیپال او افغانستان غړیتوب لری. افغانستان په 2007 زېږدیز کال کې د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. د سارک سازمان په غړو هېوادونو کې تر یو میلیارد او څلورسوه میلیونه زیات وګړی ژوند کوی او نهه نور سازمانونه اوهېوادونه لکه: ایران، چین، جاپان، جنوبی کوریا، میانمار، استرالیا، موریشس، امریکا او اروپایی اتحادیه په کې د ناظرینو په توګه ګډون لری.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.