خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/29 0:0کد خبر: 7579

له امریکا سره د تړون پر ضد زرګونو محصلینو لاریون وکړ

له امریکا سره د تړون پر ضد زرګونو محصلینو لاریون وکړ  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

زمونږ د خبریال د راپور له مخې د ننګرهار پوهنتون زرګونو محصلینو نن سهار، له امریکا سره د ستراتیژیک تړون پر ضد لاریون پیل کړى او د کابل-جلال اباد لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې وه. لاریون کوونکی، چې شمېر یې شاوخوا درې زرو تنو ته رسیده سهار په شاوخوا نهه بجې ننګرهار پوهنتون ته څېرمه د کابل-جلال اباد لویې لارې ته راوتلی، لاره یې بنده کړې او د حکومت او امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول او ویل یې دوى له امریکا سره د ستراتیژیک تړون کلک مخالف دی. د مظاهره کوونکو په وینا په دودیزه لویه جرګه کې ټول ګډونوال د حکومت پلویان وو او د خلکو اصلی استازی، دې جرګې ته نه وو رابلل شوی. امنیتی ځواکونو په سیمه کې کلک امنیتی تدابیر نیولی ؤ .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان