خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
بهرنیوځواکونوسرپل کښې یو کس وژلی او دری نور یې بیولی دی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د افغانستان د شمال سر پل ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، بهرنیوځواکونو بیګاد حاجی خیر محمد په نوم یو کس وژلی او د جومات د ملا په ګډون یې درې تنه بیولی دی.
د سرپل والی سید انور رحمتی وویل، چې دا عملیات د دې ولایت د مرکز سید اباد په یوه سیمه کې شوی، چې بهرنیوځواکونو له دوئ څخه وسلې او مهمات هم وړې دی.
ښاغلی رحمتی که څه هم د پیښې په اړه نور جزیات نه دی ورکړی، خو وایی، چې نیول شوی کسان د خیر محمد په کور کې میلمانه وو.
خو د سرپل یو قومی مشر حاجی رفیق وایی، چې وژل شوی کس بزګر وو او له وسله والو ډلو سره یې هیڅ ډول نه در لوده
بهرنیوځواکونو ترواسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.