خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په افغانستان کښې دعاشورا ورځې دمړو کسانو شمیر زیات شوی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
په افغانستان کښې دعاشورا ورځې دترهګرو حملو دوژل شویو کسانو شمیر زیات شو .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان ولسمشر حامدکرزی نن وویل چې تیره اونۍ په دغه هیواد کښې دعاشورا په ورځ دماتم په دستورو په دوو (2)ترهګرو بم چاودنو کښې دوژل شویو کسانو شمیر اتیا (80)تنو ته ورزیات شوی .
.
کرزی وویل چې په کابل او مزار شریف کښې دعاشورا په ورځ ترهګرې حملې په داسې حال کښې وشوې چې دافغانستان خلک دبون له بریالی کانفرنس وروسته خوشحال وو .
په پاکستان کښې دیره لشکر جهنګوی ډلې چې له القاعده ، طالبانو ، نورو ترهګرو ډلو، دپاکستان له جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی او دامریکا له جاسوسۍ ادارې سی ایی ای سره نږدې اړیکې او ارتباط لری په افغانستان کښې دترهګرو حملو ذمه واری پرغاړه اخسیتی ده .
دافغانستان ولسمشر وویل دغه حملې له پاکستان سره اړه لری او زیاته یې کړه چې زه به دغه موضوع دپاکستان له حکومت سره مطرح کړم .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.