خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کابل کنفرانس به بهرنیو ځواکونوته مهالوېش وټاکی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د برتانیا د انډیپنډنټ ورځپاڼه راپور ورکړى، چې د کابل په کنفرانس کې به جمهور رئیس کرزى له گڼو شرایطو سره هغه مهالوېش اعلان کړی، چې پر اساس به یې بهرنی ځواکونه له افغانستانه په 2014 کال کې ووځی.
دغه ورځپاڼه وایی دوى داسې سند موندلى، چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د مهالوېش یادونه پکې کیږی.
د ورځپاڼې له مخې کرزى به په کابل کنفرانس کې ووایی، چې که شرایط هر ډول وی نو له اوس څخه څلور کاله وروسته به بهرنی ځواکونه افغانستان پریږدی .
نیت دا دى، چې یو- یو ولایت افغان امنیتی ځواکونو ته وسپارل شی او په عین حال کې د افغان سرتیرو د روزنې چارې تر ټاکلې نېټې وروسته لا هم دوام ومومی .
د کابل په کنفرانس کې به د ملگرو ملتونو د سرمنشی تر څنگ د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو اویا تنه لوړ پوړی چارواکی برخه اخلی .
د برتانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون څو موده دمخه ویلی و، چې غواړی د دوى ځواکونه تر 2015 کاله وروسته په افغانستان کې پاتې نه شی.
د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ویلی، چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو چارې به په راتلونکی اوړی کې پیلوی .
خو د لویدیځ چارواکی وایی، چې دا هر څه د افغانستان په شرایطو پورې تړاو لری .
وسله والو طالبانو او د حکمتیار په مشرۍ اسلامی گوند څو ځلی غوښتنه کړې وه، چې لومړى دې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شی او بیا به دوى خبرې کوی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.