خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
پر برګېمټال ولسوالۍ د پاکستانی طالبانو تازه برید

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د نورستان چارواکو بیا پر برګمټال ولسوالۍ د پاکستانی وسله والو طالبانو د برید او پکې د دغو وسله والو د درېیو تنو د وژل کېدو ترڅنګ د یوه افغان پولیس دټپی کېدو خبرورکړ.
د نورستان امنیې قومندان جنرال محمد قسیم پیمان کلید ته وویل چې د تېرې شپې له اتو بجو وروسته تر یوولس نېمو بجو له څلورو غاړو پاکستانی وسله والو د برګمټال ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ، چې د هغه په ویناد پولیسو له کلک غبرګون سره مخ شول.
امنیې قومندان د تېرې شپې جګړه کې د یوه طالب سرګروپ په ګډون د درېیو پاکستانی طالبانو د وژلو ادعا کوی، خو دامنی، چې د دوى یو پولیس هم پکې ټپی شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې جګړې په اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی، خو باید وویل شی، چې تېره ورځ د نورستان والی رسنیو ته پر دې ولسوالۍ د جګړې د پاى ته رسېدو خبره کړې وه.
برګمټال، چې له اوسنی پاکستان سره شاوخوا دوه نېم سوه کیلومتره ګډه پوله لری، د تازه بریدونو پرې شاوخوا یوه اونۍ کېږی، خو لا هم مرکزی حکومت تربیا، بیا غوښتنو وروسته دې سیمې ته د ملی اردو ځواکونه نه دی لېږلی.
د نورستان دا ولسوالی چې لږه موده مخکې او دغه راز تېرکال تر ورته بریدونو وروسته وسله والو طالبانو نیولې وه، یو شمېر خلک ورته د مرکزی حکومت نه پاملرنه هېواد ته زیانمونکې او د اندېښنې وړګڼی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.