خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
افغان دولت ویلی د خبرو اترو لپاره د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره ستونزه نه لری

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د افغانستان دولت اعلان کړی چې د خبرو اترو لپاره د طالبانو ددفتر له پرانستلو سره هیڅ ستونزه نه لری او طالبان کولای شی چې د خبرو اترو لپاره په هېواد کې دننه او یا له هېواده بهر خپل دفتر پرانیزی.
د شین هوا خبری آژانس د رپوټ له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، زلمی رسول ویلی چې که طالبان وغواړی د خبرو اترو لپاره په هېواد کې دننه او یا له هېواده بهر خپل دفتر پرانیزی نو د کابل دولت به اعتراض ونه لری.
زلمی رسول نن په کابل کې په یوه خبری غونډه کې وویل، د افغانستان ددولت لومړیتوب دادی چې دغه دفتر په افغانستان کې دننه او یا په عربستان او یا هم ترکیه هېواد کې جوړ شی.
نوموړی په قطر کې د طالبانو ددفتر پر پرانستلو پورې اړونده رپوټونو په دروغ بللو سره وویل: طالبان چې د خبرو اترو لپاره هرډول دفتر پرانیزی باید د کابل له دولت سره د سلا مشورو له لارې وشی.
زلمی رسول وویل ددې دفتر پرانستلو موخه یوازې له طالبانو سره خبرې اترې دی او سیاسی دفتر نه ګڼل کېږی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوې چې یوه اوونۍ وړاندې یوشمېر رپوټونو په قطر کې د طالبانو د دفتر د جوړیدو خبر ورکړ او هغه وخت د افغانستان ددولت یوې لوړ پوړې سرچینې رسنیو ته وویل چې په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر د جوړیدو په اعتراض کې یې د قطر په پلازمینه دوحه کې دافغانستان سفیر کابل ته د سلامشورو لپاره بللی د ی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.