خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/09/27 0:0کد خبر: 7940

افغان دولت ویلی د خبرو اترو لپاره د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره ستونزه نه لری

افغان دولت ویلی د خبرو اترو لپاره د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره ستونزه نه لری  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان دولت اعلان کړی چې د خبرو اترو لپاره د طالبانو ددفتر له پرانستلو سره هیڅ ستونزه نه لری او طالبان کولای شی چې د خبرو اترو لپاره په هېواد کې دننه او یا له هېواده بهر خپل دفتر پرانیزی. د شین هوا خبری آژانس د رپوټ له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، زلمی رسول ویلی چې که طالبان وغواړی د خبرو اترو لپاره په هېواد کې دننه او یا له هېواده بهر خپل دفتر پرانیزی نو د کابل دولت به اعتراض ونه لری. زلمی رسول نن په کابل کې په یوه خبری غونډه کې وویل، د افغانستان ددولت لومړیتوب دادی چې دغه دفتر په افغانستان کې دننه او یا په عربستان او یا هم ترکیه هېواد کې جوړ شی. نوموړی په قطر کې د طالبانو ددفتر پر پرانستلو پورې اړونده رپوټونو په دروغ بللو سره وویل: طالبان چې د خبرو اترو لپاره هرډول دفتر پرانیزی باید د کابل له دولت سره د سلا مشورو له لارې وشی. زلمی رسول وویل ددې دفتر پرانستلو موخه یوازې له طالبانو سره خبرې اترې دی او سیاسی دفتر نه ګڼل کېږی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوې چې یوه اوونۍ وړاندې یوشمېر رپوټونو په قطر کې د طالبانو د دفتر د جوړیدو خبر ورکړ او هغه وخت د افغانستان ددولت یوې لوړ پوړې سرچینې رسنیو ته وویل چې په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر د جوړیدو په اعتراض کې یې د قطر په پلازمینه دوحه کې دافغانستان سفیر کابل ته د سلامشورو لپاره بللی د ی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.